The news is by your side.

منظور پښتون: ښايی قیامت تېرشوی او موږ په جهنم کې یو

خبریال وېبپاڼهد پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون د ځینو له قوله وايي چې د پښتانه قوم له حالاتو داسي ښکاري لکه چې قیامت تېرشوی وي او موږ په جهنم کې یو.‌

مشر پښتون پر کابل پوهنتون دبرید دحتجاجي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې زموږ پر خاوره او خلکو ذهني،جیسماني او فکري تشدد روان دی.‌

نوموړی وايي چې موږ په قوم او ملت کې داسي یوه ورځ نشته چې له غمه خالي وي.

هغه زیاتوي چې موږ ته ښوونځي او پوهنتونونه چا نه دي جوړ کړي بلکه د جګړې په موخه وسلې راوړي او جګړې ته دوام ورکوي.‌

مشر منظور پښتون د پي ټي ایم کاناډا له لوري را بلل شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په کابل کې پر محصلینو برید نه بخښونکی جنایت دی؛ ترهه ګرو هغه انسانان شهیدان کړل چې د ژوند زدکولو په موخه را غونډ شوي وو.‌

منظور پښتون پر لر اوبر افغانانو د اتفاق غږ وکړ او په جګړه کې ښکیلي غاړې یې د سولي‌ لورته راوبللې.‌

د کابل پوهنتون د پرونيبرید د غندنې په موخه رابلل شوې دا اونلاین غونډې ته د لر اوبر افغان وطن نه را غونډو شویو سیاسي او دني څېرو وینا وې وکړې او پر کابل پوهنتون برید یې په کلکو ټکو وغانده.‌

د غونډې وینا والو دا یادونه هم وکړه چې د احتجاجونو لړې ته به وام ورکړي او تر هغوی به دا سلسله روانه وي چې تر څو لږ او بر افغان د جګړې له شره نه وي خلاص شوی.

د غونډې وېناوالو له وسله والو طالبانو یو ځل بیا د اوربند غوښتنه وکړه او دا یادونه هم وشوه چې که د کابل برید وسله والو طالبانو نه وي کړی خو د جګړې عاملین وسله وال طالبان دي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.