جنرال مهمند کټوازی درې کاله وړاندي په یو کال تنفیذي بند محکوم شوی و .

خبریال ویب پاڼه / تیره ورځ د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دغې ادارې په وړاندیز او دجمهوري ریاست د حکم له مخې تورن جنرال مهمند کټوازی د خپلې نظامي رتبې په ساتلو د محمد صدیق پتمن پر ځای د خوست د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
جنرال مهمند کټوازی چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه چې ، درې کاله مخکې پر دې قوماندانۍ چې مقر یې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې دی، د وسلهوالو طالبانو د برید په تړاو یوې پوځي محکمې د څو نورو جګپوړو افسرانو ترڅنګ په یوه کال تنفیذي بند محکوم کړی و.
په دغه برید کې شاوخوا ۱۳۵ سرتېري وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي وو.