The news is by your side.

خامنه‌یي: د امریکا انتخاباتو نتیجه به د تهران دریځ بدل نه‌کړي

خبریال ویب پاڼه / د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌یي وایي، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه به د واشنګټن په وړاندې د تهران دریځ بدل نه‌کړي.

خامنه‌یي دغه څرګندونې پرون سې شنبه په تهران کې د امریکا سفارت د اشغال د ۴۱ کلیزې په مناسبت یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړې.

ښاغلي خامنه‌یي زیاته کړه: “په موږ پورې به هېڅ اړه ونه‌لري، یعنې زموږ پر سیاست به هېڅ ډول اغېز نه‌کوي، زموږ سیاست سنجول شوی او مشخص دی او د افرادو ادلون بدلون پرې تأثیر نه‌لري.”

د ۱۹۷۹ کال د نومبرپه څلورمه په ایران کې د امریکا سفارت د ایران رژیم د ملاتړو اشغال او امریکایي ډیپلوماتان‌یې د ۴۴۴ ورځو لپاره برمته کړل.

دغه پېښه د دې سبب شوه چې واشنګټن له تهران سره ډیپلوماتیکې اړيکې پرې کړي.

ایراني چارواکو سږکال د کرونا خپرې شوې وبا له امله د امریکا سفارت د اشغال په مناسبت منظمې غونډې لغوه کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.