کډوال : د خوراکي توکو له کمښت سره مخ یو .

خبریال ویب پاڼه / لښکرګاه ښار ته راکډه شوي کورنۍ وايې د خوراکې توکو له کمښت سره مخ یو  . او د سرپنا لپاره ځای نه لري .

دلته د لښکرګاه ښار په څنډو کې یو شمېر کورنۍ په کمپنو او سړک پر غاړه د ژوند شپې او ورځي سبا کوي .

دوی د جګړې د سیمو راکډه شوي دي . دوی سره د شپې تیرولو بسترې او واړه ماشومان ملګري دي حتا د نن غرمې لپاره د خوارک ډوډۍ هم نه لري .

له مرستندویه بنسټونو ګیلمن دي چې تر دې مهاله يې هیڅ ډول مرستي نه دي ورکړي .

دوی له تجارانو او هغه افغانانو چې د هیواد څخه بهر ژوند کوي غوښتنه کوي چې مرسته ورسره وکړي .

د کډوالو په خبره د خپلو کورنو څخه په داسي حال کې شړل شوي چې د اړتیا وړتوکې يې تر شا پاته سوه او دا مهال د نادارۍ او بې کسۍ ژوند تیروي .

دوی وايې کورونه مو د شیانو ډک پاته شوي خو اوس چې معلومات کو ټول شیان مو چور شوي دي .

دوی د دولت مرستندویه بنسټونواو خصوصاَ د هغه افغانانو چې د هیواده بهر ژوند کوي  غواړي چې د ژمي په رارسیدو سره دي د ژمني او خوراکې توکو مرسته وکړي تر څو په دې سړه هواکې يې ماشومان مریضان نه شي ، د دوی په خبره موږ د ماښام ډوډۍ نه لرو هوا سړه ده که ماشومان مو مریضان شي نو تداوي به يې په څه کوو.
دیادوني وړ ده چې د هلمند په ورستیو جګړو کې زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي

چې یو شمېر کورنیو سره مرستي شوي  خو ډیر شمېر کورنۍ لاهم پاته دي .

وحیدالله عمرازد هلمند

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More