مهوش حيات: مينه وال به مې ډېر ژر په يو زبردست کردار کې وويني

خبریال ویب پاڼه / د پاکستاني فلمونو او سريالونو مشهوره اداکاره او سندرغاړې مهوش حيات، چې تېر کال ورته د پاکستان حکومت ستره ملکي جايزه (تمغه امتياز) هم ورکړى و، وايي چې مينه وال به يې ډېر ژر په يو نوي او زبردست کردار کې وويني.

مهوش حيات په خپلو خبرو کې وويل، چې له ټلويزيون يا سريالونو څخه نه ده ليرې شوې، بلکې د يو سريال يا فلم د ښه سکرپټ په لټه کې ده، چې د هغې کردار پکې ډېر په زړه پورې او زبردست وي.

مهوش حيات

له ځايي رسنيو سره مهوش حيات په خپلو خبرو کې وويل، چې د کمرشل فلمونو او اعلاناتو په برخه کې ډېره مصروفه وم او اوس مې يو څه وخت پېدا کړى دى، نو د يو داسې سريال او فلم په تمه يم، چې سکرپټ يې ډېر اعلى وي.

نوموړې همدا راز وويل، چې هېڅ هنرمند داسې نه شي کولاى چې له هنري کارونو څخه ليرې پاتې شي، زما مينه وال به هم ما ډېر ژر په يو نوي او زبردست کردار کې وګوري.

نوموړې همدا راز وويل، چې هغې يو کردار ترلاسه کړى دى، خو اوس يې له خلکو سره نه شي شريکولى او ډېر ژر به يې په اړه خپلو مينه والو ته معلومات ورکړي.

د يادولو وړ ده چې مهوش حيات په ډېرو مشهورو پاکستاني فلمونو او سريالونو کې کار کړى دى او ډېر شهرت يې ترلاسه کړى دى. هغې ته د پاکستان حکمت په ٢٠١٩ کال کې ستره ملکي جايزه هم ورکړه.

مهوش حيات

نوموړې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره فعاله ده او هغه يوه بېباکه پاکستانۍ هنرمنده هم ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې وخت نا وخت داسې عکسونه او ويډيوګانې خپروي، چې د خلکو له نيوکو سره هم مخ کېږي. تېره ورځ نوموړې يو عکس خپور کړى و، چې پاکستانيانو پرې سختې نيوکې کړې وې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More