The news is by your side.

د افغانستان له لوري درې پاکستاني  ملیشو ته مرګ ژبله اوښتې  .

خبریال ویب پاڼه / پاکستان ویلې د افغانستان له لوري ډزو کې یو پاکستانی ملېشه وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي هم دي .

پاکستان وایي، له پولې اخوا د افغانستان له لوري د سخت دریځو وسله‌والو په ډزو کې د پاکستان د سرحدي ملېشو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي  دي .

. د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا یو ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي چې د بلوچستان ایالت په منځکۍ سېمه کې یوه سرحدي پوسته‌یې په نښه کړې وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان په منظم ډول دغه موضوع د افغانستان له چارواکو سره راپورته کړې چې د دوی د پولې په خوا کې یو اغېزمن سرحدي مېکانیزم د دې لپاره مهم دی چې له پولې هاخوا د ترهګرو بریدونو مخه ونیول شي.

د افغانستان حکومتي چارواکو د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ويلي.

پاکستان له دې مخکې په ۲۰۱۷ کال له افغانستان سره د ډیورند په کرښه د امنیتي موانعو جوړول پیل کړي و چې د کابل له سخت غبرګون سره مخ شوی و.

د یاد غبرګون سره سره بیا هم د افغانستان او پاکستان پر پوله اغزن تار تیريږي چې افغان ولس سخت ورته غوسه دی .

څو څو ځلي افغان ولس د دولته غوښتي چې دا چاري دي ودرول شي خو افغان حکومت هڅ ځواب نه دی ویلی او لاهم د ډیورنډ کرښه کې اغزن تار غزول کیږي .

ډیری ولسونه وايې په دي ډیورنډه کرښه باندي موږ ډیری درنې درنې قربانۍ ورکړي خو نن مو دولت چپ پاته دی .

دوی وايې د دولت چپ پاته کیدل په دې معنا دي چې د پاکستان سره معمله شوې . خو د دوی د دې خبرو په غبرګون کې هم افغان دولت څه نه وايې .

دا چې معمله شوې یانه تر اوسه په دې اړه افغان حکومت له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.