The news is by your side.

د کابل پوهنتون درسونه به نن پیل شي .

خبریال ویب پاڼه / د لوړو زده کړو وزارت د چهار شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د درسي بهیر د بیرته پیلېدو خبر ورکوي. له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپانه کې لیکل شوي چې د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون رهبرۍ د جمهوري ریاست د مرستیالانو په شتون کې پرېکړه وکړه چې د کابل پوهنتون درسي بهیر به نن بیرته پیل کړي.

د سرچینې په وینا، په دې ناسته کې د لړم میاشتې ۱۲مه د ترهګریزې پېښې د یاد څلي پر جوړېدو، په تاریخ کې د یادې میاشتې ۱۲مه د تورې ورځې په نوم یادېدو او ورته نورو مسایلو بحثونه وشول.

د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ پر کابل پوهنتون وسله وال برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

دیاد برید مسولیت افغان دولت پر طالبانو وراړوي خو وسلوالو طالبانو بیا ادعا کړې چې دابرید داعش وسلوالي ډلي کړی .

خو تیره ورځ په يو ويډويي پیغام کې داعش ډلي ویلي دا برید وسلوالو طالبانو کړی .

تیره ورځ د وسلوالو طالبانو یو سرچنې چې نه يي غوښتل نوم يې څرګند شي رسنیو ته ويلي دا برید په پیښور کې د وسلوالو طالبانو لخوا پلان شوی او کابل کې تر سره شو .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.