رزګان کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې .

خبریال ویب پاڼه / روزګان ولایت کې د رواني جګړې پر مهال ۲۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ،  د رزګان سيمه‌يېزچارواکې  وايي، په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په هوایي بریدونو او عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د والي وياند احمدشاه ساحل رسنیو ته ویلي چې د تېرو څو ورځو په عملياتو کې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانوڅخه محاصره امنیتي پوستې هم نیولې دي.

د ساحل په خبره، په دې ولسوالۍ کې د يو شمېر نورو سيمو د نيولو عمليات هم روان دي او هڅه کېږي چې د وسله والو طالبانو له شتون پاکې شي.

نوموړی زیاتوي چې په عملياتو کې يوازې دوه افغان سرتيري ټپيانشوي  دي.

ساحل زیاتو موږ تل هڅه کو چې د عملیاتو په مټ ډیری سیمي د وسلوالو طالبانو د شتونه پاکې کړو او ولسونو ته د ارم او هوسا ژوند زمینه برابره کړو .

وسله والو طالبانو بیا د رزګان د سیمه‌ییزو چارواکو د دغو ادعاوو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د یادوني وړ ده چې د هلمند کندهار تر څنګ د جګړې اور تر روزګان ولایته رسیدلی چې د څوروځو څخه پکې شدیده جګړه روانه ده .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More