The news is by your side.

يو هندي د واده لپاره په ښار کې لوى لوى بلبورډونه ولګول

خبریال ویب پاڼه / په هند کې يو سړي د خپلې خوښې ښځې نه پېدا کولو له امله په ټول ښار کې لوى لوى بلبورډونه لګولي دي، تر څو د واده لپاره د خپلې خوښې ښځه يا نجلۍ پېدا کړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په کيراله ايالت کې يو سړي چې غوښتل يې واده وکړي، خو د خپلې خوښې نجلۍ يې پېدا نه کړاى شوه، نو ډېر جالب کار يې وکړ.

دغه هندي په ټول ښار کې د خپلو عکسونو لوى لوى بلبورډونه ولګول او د واده لپاره يې پرې خپل شرطونه هم وليکل. نوموړى چې انيش سيبسټين نومېږي، غواړي چې د واده لپاره نجلۍ پېدا کړي.

دغه سړي په بلبورډونو کې د خپل عکس تر څنګ ځينې معلومات هم ليکلي دي او ويلي يې دي، چې د ښځې لپاره ډېر شرطونه نه لري، خو داسې نجلۍ غواړي، چې ښه خوى او اخلاق ولري او ښايسته وي.

په بلبورډونو کې انيس د خپل موبايل شمېره او د برېښناليک اى ډي هم ليکلې ده، تر څو که کومه نجلۍ يا کورنۍ غواړي چې ورسره اړيکه ونيسي، نو له دې لارې ورسره اړيکه نيولى شي.

انيس له ځايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغه د واده لپاره د نجلۍ پېدا کولو په برخه کې ډېره خواري وکړه، خو هغسې نجلۍ چې هغه غوښتله، پېدا يې نه کړه، نو له همدې امله يې دا لاره غوره کړه، تر څو د خپلې خوښې نجلۍ پېدا کړي.

هغه له رسنيو سره په خپلو خبرو کې زياتوي، له کله راهيسې چې يې په ښار کې دا بلبورډونه لګولي دي، نو د ډېرو ښو ښو نجونو رشتې ورته راروانې دي.

د يادولو وړ ده چې هند يو ډېر لوى هېواد دى او وخت نا وخت پکې ځينې خلک داسې کارونه ترسره کوي، چې د خلکو او رسنيو پام ځان ته را اړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.