The news is by your side.

د امریکا ټاکنې؛ ختیځ کې بایډن ۲۰۵ او ټرمپ ۱۳۶ رأیې ګټلي

داسې ښکاري چې جمهوري‌پال ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه ډموکراټ سیال جوبایډن په یو شمېر محدودو ایالتونو کې چې د سیالۍ د ډګر برخلیک ټاکونکي بلل کېږي، ډېر سره نږدې دي.

د دې لپاره چې یو کاندید بریالی اعلان شي، د الکترول کالج یا د انتخاباتي رأیو ۲۷۰ باید وګټي. د امریکا د ‘سي.اېن اېن’ ټلوېزیون د راپور له مخې په ختیځو ایالتونو کې ښکاري چې بایډن ۲۰۵ او ټرمپ ۱۳۶ انتخاباتي رأیې خپلې کړي دي.

دالکترول کالج د انتخاباتو رايې د امریکا ټاکنو کې ډیري مهمي دي . ځکه د کرونا د مخنیوي په خاطر ډیری رايې د پوست له لاري استعمال کړي دي .

د انتخاباتو تر ورځې مخکې د کرونا د خپرې شوې وبا له امله له سل میلیونو زیاتو امریکایانو د پوست او د رأیې ورکولو د مرکزونو له لارې خپلې رأیې ورکړې وې.

په ډېرو ایالتونو کې هم دغه بهیر غځول شوی وو. دا د انتخاباتو تر ورځې مخکې ریکارډ رأیې دی چې د امریکا د انتخاباتو په تاریخ کې ثبتبږي او هغه د مخکینیو د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو د ټولو ورکړل شویو رأیو په سلو کې ۷۳ جوړوي.

سپینې ماڼۍ ته پر ټاکنو سربېره دغه‌راز د کانګرس د استازیو جرګې د ټولو غړیو او د سنا جرګې د ۳۵ غړیو د ټاکلو او همدا شان د ایالتونو او نویو سیمه‌ییزو ادارو په سلګونو څوکیو لپاره انتخابات ترسره کېږي.

په اوس وخت کې د استازیو پر ۴۳۵ کسیزې جرګې ډیموکراټان کنټرول لري او په سل کسیزې استازیو جرګه کې جمهوري غوښتونکي د ۵۳ څوکیو په لرلو سره اکثریت دي.

د دغې جرګې د ۳۵ څوکیو لپاره چې ټاکنې کیږي، ۲۳ یې د جمهوري غوښتونکو او ۱۲ یې د ډموکراټانو په لاس کې دي.

ډیموکراټان هیله‌من دي چې بېرته پر استازیو جرګې خپل کنټرول ټینګ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.