The news is by your side.

پر کابل پوهنتون برید په تړاو د بې پروایۍ له کبله ١٣ امنیتي مسؤولین نیول شوي

خبریال وېب پاڼه/ د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، پر کابل پوهنتون د برید په تړاو د بې پروایۍ له کبله د کابل د درېیمې امنیتي حوزې مسؤولین نیول شوي او لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

ښاغلی فرامرز زیاتوي، چې د درېیمې امنیتي حوزې آمر، جنایي مدیر، د پوهنتون د ټولي قومندان او ١٠ تنه نور امنیتي مسؤولین نیول شوي دي.

پر کابل پوهنتون ن وړمې ورځې خونړي برید کې د شهیدو شویو زده کړیالانو کورنۍ د برید په تړاو امنیتي مسؤولین او امنیتي ارګانونه ملامتوي. او وایي چې د کابل پوهنتون امنیت نیولو کې پاتې راغلي او دوی به هېڅکله د خپلو اولادونو قاتلین ونه بخښي.

پر کابل پوهنتون برید له یوې ورځې وروسته زده کړیالان نن خپلو زند کړو او پوهنتون ته ور ستانه شول.

په ورته مهال بیا ولسي جرګې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال او د کابل امنیت مسؤول امرالله صالح او د امنیتي بنسټونو مسؤولین او چارواکي پر کابل پوهنتون د خونړي برید له امله نن جرګې ته د ځواب لپاره ور غوښتي.

پر کابل پوهنتون برید کې طالبانو لاس لرل رد کړي او په هماغه ورځ یې مسؤولیت داعش ډلې واخیست، خو د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح، ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب په ګډون نورو افغان چارواکو هم د برید پړه پر طالبانو واچوله.

خلک پر کابل پوهنتون د خونړي برید له کبله له حکومت غواړي چې له دوحې خپل مذاکراتي پلاوی ژر تر ژره را وغواړي او له طالبانو سره دې سوله نه کوي.

پرون د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو زده کړیالانو د طالبانو پر ضد لاریون کړی وو او پر دېوالونو یې عکسونه ځړولي وو چې د ابو جهل له لښکر (طالبانو) سره سوله نه کوي او د سولې خبرو سره بایکاټ کوي.

پر کابل پوهنتون په خونړي برید کې ٢٢ زده کړیالان په شهادت ورسېدل او له ٢٠ ډېر ټپیان شول، خو خبریال وېب پاڼې ته رسېدلو شمېرو مرګ ژوبله لوړه ښودلې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.