The news is by your side.

رحماني: د صالح د ساتونکو شمېر؛ د کابل پوهنتون تر ساتونکو ډېر دی

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د ساتنې لپاره ٣٠٠ کسان ګومارل شوي.

رحماني وایي د صالح د ساتونکو شمېر د کابل پوهنتون د ساتونکو له شمېر ډېر دی.

ولسي جرګې پر کابل پوهنتون د وړمې ورځې خونړي برید په تړاو راتلونکې اوونۍ شنبه ورځ امنیتي لوړ پوړي چارواکي استجوابیې ناستې ته بللي.

میر رحمان رحماني وویل د کابل پوهنتون برید به هر اړخیز څېړل کیږي او عاملین به یې قانون ته سپارل کیږي.

د ولسي جرګې غړو پر صالح توندې نیوکې درلودې، چې د کابل امنیتي مسؤولیت یې په غاړه اخیستی، اوس دې پر پوهنتون د برید په تړاو سپیناوی ووایي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یادې جرګې له داخلي کمېسیون غوښتي د رجال برجسته مشر د یوې قوې مشر دی، خو ولسمشر ٥٠ ساتونکي ورکړي او دا شمېر باید کم شي او ولسي جرګې ته دې ځواب ته را وغوښتل شي.

په ورته مهال بیا پر کابل پوهنتون د برید په تړاو د بې پروایۍ له امله د درېیمې امنیتي حوزې مسؤولین نیول شوي او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز زیاتوي، چې د درېیمې امنیتي حوزې آمر، جنایي مدیر، د پوهنتون د ټولي قومندان او ١٠ تنه نور امنیتي مسؤولین نیول شوي دي.

پر کابل پوهنتون د وړمې ورځې خونړي برید کې د شهیدو شویو زده کړیالانو کورنۍ د برید په تړاو امنیتي مسؤولین او امنیتي ارګانونه ملامتوي. او وایي چې د کابل پوهنتون امنیت نیولو کې پاتې راغلي او دوی به هېڅکله د خپلو اولادونو قاتلین ونه بخښي.

پر کابل پوهنتون برید له یوې ورځې وروسته زده کړیالان نن خپلو زده کړو او پوهنتون ته ور ستانه شول.

پر کابل پوهنتون برید کې طالبانو لاس لرل رد کړي او په هماغه ورځ یې مسؤولیت داعش ډلې واخیست، خو د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح، ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب په ګډون نورو افغان چارواکو هم د برید پړه پر طالبانو واچوله.

خلک پر کابل پوهنتون د خونړي برید له کبله له حکومت غواړي چې له دوحې خپل مذاکراتي پلاوی ژر تر ژره را وغواړي او له طالبانو سره دې سوله نه کوي.

پرون د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو زده کړیالانو د طالبانو پر ضد لاریون کړی وو او پر دېوالونو یې عکسونه ځړولي وو چې د ابو جهل له لښکر (طالبانو) سره سوله نه کوي او د سولې خبرو سره بایکاټ کوي.

پر کابل پوهنتون په خونړي برید کې ٢٢ زده کړیالان په شهادت ورسېدل او له ٢٠ ډېر ټپیان شول، خو خبریال وېب پاڼې ته رسېدلو شمېرو مرګ ژوبله لوړه ښودلې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.