The news is by your side.

طالبانو ته د بهرنیو جنګیالیو ګواښ!

خبریال وېبپاڼهپه افغانستان کې روان تاوتریخوالی هره ورځ مخ په ډېرېدو دی او تر دم ګړیه د وروستيتاوتریخوالي‌ معنوي‌ زیان په لویه کې وسله والو طالبانو ته ور اوړي‌ او د هم دغه تاوتریخوالي سیاسي ګټه افغان حکومت اخلي.‌

حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې هره شوې پېښه پر طالبانو تاوان کړي‌ او طالبان داسيوښيي چې د نظام دښمنان دي او د افغانستان هستۍ له منځه وړي.

د طالبانو په منځ کې هم داسي‌ کسان لږ نه ديچې په دانسته یا نادانسته ډول د حکومت هم دغې هڅې ته لاستی وراچوي او د طالبانو په جامه کې دننه طالبانو ته زیان اړوي‌.

دې کې شک نشته چې ټول طالب مشران د سړکونو د ورانولو او هم داراز په لویو لارو کې د بمونو د خښولو په حق کې نه دي؛ خو د طالبانو په تحریک کې داسيکسان شته چې د سړکونو او حکومتيودانیو ورانول او ځیني غیري افغاني‌ او د ملي ګټو خلاف کړنې کوي .

د ملکي‌ تاسیساتو زیانمنول یا پر ملکي‌ خلکو بریدونه کول یا د پراخو سیمو نیول د جګړې د ډېرښت سبب ګرزي؛ او د افغانستان په اسنۍ جګړه کې تر ټولو ډېره سیاسيګټه افغان حکومت اخلي‌ او د بهرنیو ترهه ګرو ډلو د خونديپاتې کېدلو یا په بله معنا دلته د پاتې کېدلو لپاره زمینه برابره وي.

افغان لیکوال او ځوان دیپلومات هارون حاکیمي چې دافغانستان حالات له نېژدې څاري په یوه تازه مقاله کې طالبانو ته د بهرنیو ترهه ګرو ګواښونه څېړلي‌ دي .‌

لومړی؛ د دوحې د تړون په پلي کېدو به د طالبانو او القاعده او نورو تروریستي ډلو تر منځ اړیکې پرې کېږي، چې دا د بهرنیو جنګیالیو لپاره په افغانستان کې د خورا مهمې ستراتیژیکې ملګرتیا پای دی او هغوی نه غواړي چې په دې جغرافیه کې داسې ملګري، چې د وخت په تېرېدو یې ډېر مشترکات ورسره پیدا کړي او د ګډو موخو په لاسته راوړلو کې ورسره جنګېدلي، له لاسه ورکړي.

دویم؛ د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد د پای ته رسېدو تاریخ د بهرنیو جنګیالیو لپاره ډېر واضح ثبوت دی. له افغانستان څخه د شوروي له وتلو سره سم، پاکستان ټولو بهرنیو جنګیالیو ته له خپلې خاورې څخه د وتلو امر وکړ، په داسې حال کې چې زیاترو هیوادونو د امنیتي اندېښنو له امله بیرته د خپلو اتباعو قبلول رد کړل. د بهرنیو جنګیالیو مشر عبدالله عزام ډېر ژر په پېښور کې ترور شو او زیاتره بهرني جنګیالي د نورو سیمو په لټه کې شول، چې لویه برخه یې وروسته بوزنیا ته ولاړل. تر هغې جګړې  وروسته چیچنیا ته خپاره شول او بیا بیرته ځینې افغانستان، عراق او نورو سیمو ته ولېږدېدل چې دا مهال په لوی منځني ختیځ کې خپاره دي. د هرې جګړې له پای ته رسېدو سره هلته بهرنیو جنګیالیو ته د پاتې کېدو زمینه هم ختمه شوې؛ ځکه یې نو د لېږد بهیر دوام کړی دی.

درېیم؛ د القاعدې د ډېرو جنګیالیو مفکوره د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د (لرې دښمن) پر طرحه متمرکزه ده، چې موخه یې له امریکا سره دښمني ده. د دوحې د تړون او په تعقیب یې له افغان دولت سره د سولې چارې چې د امریکا د وتلو په پایله کې د جګړې په پای ته رسېدلو تمامېږي، په هیڅ دلیل د دې ډلې د غړو لپاره د منلو وړ نه شي کېدلای، ځکه چې د دوی اصلي موخه د امریکا خلاف جګړه ده.

څلورم؛ بهرني جنګیالي د افغانستان طبیعي جوړښتونه، غرنۍ جغرافیه او د وګړو مقاومت د نړیوالو رقیبانو د ځپلو په موخه د (ستړي کولو) په ستراتیژي کارولو کې غوره ګڼي. د دې اصل له مخې، دوی د روسانو په څېر امریکایان په افغانستان کې ښکېل ساتل غواړي، څو په دوامداره توګه اقتصادي، نظامي او سیاسي زیان وویني او په کور دننه مات شي. سره له دې چې د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده؛ خو د بهرنیو جنګیالیو لپاره د دغه حالت دوام مهم دی.

پنځم؛ د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د بهرنیو جنګیالیو د تګ راتګ، استخدام، نورو سیمو ته د لاسرسي او استوګنې له اړخونو خورا مهم دی. دلته د نړۍ د ډېرو هیوادونو نظامي، سیاسي او استخباراتي حضور بېلابېلو جنګي ډلو ته د هغو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره زمینه برابره کړې ده،  چې په دې توګه د بل داسې ادرس تصور نه شي کېدلای.

شپږم؛ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بیا په ځانګړي ډول د مرکزي آسیا له هیوادونو څخه راغلي بهرني جنګیالي چې له طالبانو سره په همغږي ډول د خپلو حکومتونو پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي، د ختیځ ترکستان د اسلامي خوښت او قفقازي وګړو په ګډون هغه وسله وال، چې افغانستان یې د فعالیتونو سیمو ته نږدې دی، نه غواړي چې دلته پټنځایونه او ستراتیژیک ملګري (طالبان) له لاسه ورکړي.

اووم؛ د بهرنیو جنګیالیو په لیکو کې ځینې مذهبي مبلغین د خپلو مذهبي اصولو د خپراوي په موخه افغانستان ته راغلي دي. کله چې په ۱۹۷۹ کال کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، د سعودي په ګډون د ډېرو عربي هیوادونو وګړو او حکومتونو افغانان د حنفي فقهي د پیروۍ په دلیل سم مسلمانان نه ګڼل؛ ځکه یې غبرګون کمرنګه و او هغه وو چې وروسته بیا د لوېدیځ په ځانګړي ډول امریکا په هڅو د افغان جهاد ملاتړ ته وبلل شول. دوی د سیاسي موخو تر څنګ، د حنفي فقهې د بدیل وړاندې کولو په موخه ورسره یوځای شول، چې له هماغه وخته ځینو بهرنیو جنګیالیو د یوې موخې په توګه دلته مذهبي فعالیت او د کلتور او قومي جوړښتونو محوه کول، د یوه ماموریت په توګه تعقیب کړي دي او د دې ماموریت دوام ورته مهم دی؛ ځکه نو د سولې چې په هغه کې دوی خپل حضور نه ویني او موخو ته د رسېدو پر وړاندې یې خنډ ګڼي، مخالف دي. دا او دې ته ورته ډېر نور موارد دي چې د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو د ارزښتونو او ګټو ټکرونه پکې څرګندېږي.

هارون حاکیمي‌ چې د ديبلوماتیکو چارو سره سره د استخباراتو په برخه کې هم لوړې زدکړې لري‌ زیاتويچې:

دتېروڅلورولسیزوپه اوږدوکېدټولوجګړومفصله څېړنه،دسمیه ییزوجنګیالیو  او دهغو د بهرنیو ملاتړو جنګیالیو تر منځ د لانجو او ټکرونو سلګونه بېلګې لري، چې په ټولییز ډول ثابتوي چې بهرني جنګیالي که څه هم چې د مرستې یا تر ډېره د جهاد په نامه د بې وزلو هیوادونو مرستې ته ورغلي دي؛ خو په ټولییز ډول تر یرغلګرو مضر ورته ثابت شوي دي. د افغانستان په قضیه کې دا خبره ډېره روښانه ده. د طالبانو ټول حکومت د القاعدې ډلې د اعمالو او د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قرباني شو او په دوام یې د نږدې دوو لسیزو ټول بحران چې تر اوسه روان دی، تر ډېره د همدې بهرنیو جنګیالیو له امله دی.

په دې توګه بهرني جنګیالي نه غواړي چې په افغانستان کې داسې سوله رامنځ ته شي، چې هغه د دوی له موخو سره په ټکر کې وي. د روان مذاکراتي بهیر د سبوتاژ او ورته هڅو د مخنیوي په برخه کې د دغو ډلو هر ډول ورانکارې هڅې او دسیسې د تصور وړ دي. ډېر احتمال لري چې د همدې کړیو لخوا طالبانو ته د فتحې کاذب غرور ورکړل شي او د مذاکرې مقابل لوری چې د یوه نظام استازولي کوي، له خبرو پر شا کړي؛ خو که د دغه سوله ییز بهیر له لارې د روان بحران د حل چانس له لاسه ووت، بیا به نو د طالبانو د دې نسل ژوند هم روانه جګړه اخلي.

که څه هم ښاغلی حاکیمي‌ بره ډېرو مهمو مسئلو او د بهرنیوجنګیالیو شتون د طالبانو لپآره خطر بللی خو دا اړخ هم باید وڅېړل شي‌ چې ښايي په حکومت کې دننه ځینې کړۍ هم د طالب په نوم داسي‌ناسمې کړنې وکړي‌ چې زیان یې د طالبانو اوږد مهاله مقاومت ته ورسېږي.‌

مطلب دادی چې که له یوې خو د روان ۲۰۲۰ کال د فبروری په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي‌تړون وشو،‌دې کار دواړه لوري له یوه اوبل څخه د بریدونو په تړاو خوندي کړل؛ خو بل پلو تر بل هروخت افغان حکومت او بهرنیو ترهه ګرو ډلو د طالبانو د بدنامه ولو هڅې ګړندۍ کړې.‌

پر کابل پوهنتون اوسنی برید هم یوه له هم دغو هڅو ده چې په رسنیو کې دغه برید ژوندی وساتي.‌ که څه هم تر دم ګړیه افغان حکومت داسي‌هیڅ‌ دقیق شواهد نه دي‌وړاندي‌کړي چې د کابل برید دطالبانو له لوري برید ثابت کړي؛ خو په ولس کې د رسنیو په مټ دا هڅه ضرور کوي چې د طالبانو خلاف د خلکو غبرګون را وپاروي.‌

طالبانو که څه هم ښايي دا برید نه وي‌کړی؛ خو طالبان په دې ملامت ګڼل کیږي چې د جګړې اصلي‌عاملین دي‌.‌

طالبان اوس تر بل هر وخت اوس په یوه داسي جال کې بندېدونکي برېښي چې ښايي ترې راوتل یې ددوی لپاره ډېر ستونزمن وي.‌ دغه تحریک که په رښتیا په افغانستان کې واک ته رسېدل غواړي‌ په کار دي چې د اوربند یا اورکم پر پالیسي غور وکړي‌او خپلو جنګیالیو ته د ولسي سیو نه د وتلو خبر ورکړي.‌

که چېرته طالبان وايي چې دوی په زور او ځواک افغان حکومت ړنګولای شي؛‌نو دا ځواک دې خپل وخت ته وساتي او اوس دې لمړی د بهرنیو جنګیالیو او د سولي‌د مخالیفینو مخه په سیاسيتدبیر ډب کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.