The news is by your side.

د مېرمنو سیمه ایزې شبکې د سولې لپاره د اصیلا وردګ هڅې پر اېوارډ وستایلې

خبریال وېب پاڼه/ د ( افغانستان، پاکستان او هند) د مېرمنو سیمه ایزې شبکې د سولې په برخه کې د فعالې مېرمنې اصیلا وردګ فعالیتونه او هڅې پر اېوارډ او ستاینلیک سره وستایلې.

اصیلا وردګ چې له ډېرې مودې را هیسې د سولې د ټینګښت لپاره خوارۍ کوي، د مېرمنو سیمه ایزې شبکې یې د سولې د ټینګښت، د سولې په برخه کې د زمینو برابرولو، هېواد کې د سوله ایز فرهنګ پراخولو او دودولو او د سولې لپاره د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو د منسجم کولو په برخه کې له هڅو قدردانی وکړ.

اصیلا وردګ چې په ١٩٧٧ ه ش کال کې زېږېدلې، د لېسانس په کچه زده کړې یې د کابل پوهنتون د زراعت په پوهنځي کې بشپړې کړي او دا راز یې د ماسټرۍ سند د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له نیو جرسي پوهنتون څخه تر لاسه کړی.

اوس مهال هم د ښځو او بشر حقونو فعاله ده، په تېر کې یې د افغانستان د ښځو چارو په وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د بشر حقونو د رییسې او دا راز په ملګرو ملتونو کې د دایمې استازې په توګه خدمتونه ترسره کړي.

اغلې وردګ اوس مهال له څو کالو را هیسې د اسلامي همکاریو سازمان کې د بشر حقونو د کمېشنرې په توګه فعالیت لري.

هغه ټاکنې چې د اسلامي همکاریو سازمان د بشر حقونو د کمېشنرانو تر منځ په ترکیه هېواد کې په ١٣مه غونډه کې ترسره کړې وې، اصیلا وردګ وکولی شول د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره د اسیا، عربي هېوادونو او افریقا اسلامي هېوادونو په منځ کې د دې سازمان د کمېشنرې په توګه وټاکل شي، نوموړې لومړنۍ افغانه وه چې یاد موقف یې ګټلی وو.

اغلې اصیلا وردګ د افغانستان لپاره په سیاسي، ټولنیزه، فرهګني او بشر حقونو په برخه کې نه ستړې کېدونکي خدمتونه کړي او لا هم دا لار وهي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.