کونړ کې د شپږ مهمو پروژو کار بشپړ شو .

. د کرنې وزارت د NHLP خبرییال ویب پاڼه /  برنامې له مخې په څوکۍ ولسوالۍ کې د ماهیانو دبچیو د تولید مرکز، د ماهیانو شل سوداګریزو فارمونو او همدا راز د شیدو راټولولو د درېو مرکزونو چارې بشپړ او د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د څوکۍ عالي دارالعلوم د انجونو لیلیې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، خوښ دی، چې د کورني تولیداتو پیاوړتیا، ځانبسیاینې او بزګرانو د اقتصادي ودې په پار یې د ماهیانو فارمونه ، د شیدو راټولولو مرکزونه او د ولسي تړون په چوکاټ کې مهمې پروژې، د اوبو رسولو شبکه او کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

والي زیاته کړه  علم او پوهه د هېوادونو د پرمختګ بنسټ بلل کیږي ، او همدغه اصل ته په کتلو یې زده کوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په لړ کې په څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږ سوه ښځینو زده کوونکو لپاره د لیلیې د بنسټ ډبره کېښوده.

د کرنې رئیس وایي د کونړ د ماهیانو د تولید مرکز د هېواد په کچه یواځینی مرکز دی، چې په بریالیتوب سره یې چارې بشپړ او لومړي ځل لپاره پکې د ماهیانو پنځه سوه زره بچي تولید شول.

هغه زیاتوي  یاده هیچري د ۲،۲ میلیونه ماهیانو د تولید ظرفیت لري، چې د مارکیټ اړتیاووته  په کتو به تولیدات وړاندې شي.

نوموړي وویل، دامهال په شل فارمونو کې ماهیان روزي چې په کلني ډول به ۶۰ ټنه پروتین لرونکې غوښه مارکیټ ته وړاندي کړي.

کرنې رئیس وایي، په څوکۍ، نرنګ او شیګل ولسوالیو کې د شیدو راټولو مرکزونه، چې مجهز لابراتوارونه او د شیدو راټولولو تجهیزاتو اسانتیاوې لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .

د پوهنې رئیس مجیب الرحمان همدرد وویل د څوکۍ د انجونو لیلیې ودانۍ چې د پوهنې وزارت د نولس اعشاریه دوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړيږي، په لس میاشتو کې به یې چارې بشپړ او شپږ سوه زده کوونکو ته به د اوسېدو اسانتیاوې رامنځته شي.

ځایي اوسېدونکي بیا په یاده ولسوالۍ کې د دغو مهمو پروژو پیل او بشپړیدل د پرمختګ، امن او ثبات ټینګښت لپاره مهمې بولې او په پرمختیایي برخو کې د حکومت د لازیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More