The news is by your side.

امریکا او نړۍ کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې له کرونا څخه په یوه ورځ ۱۱سوه کسان مړه او تر یوه لک زیات کې نیولي چې دا د مبتلا کیدلو یو نوی ریکاډ هم  کیدلای سي

په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ د پیښو ډیریدلو اندېښنې را ولاړې کړې خو په وروستیو کې د سړې هوا له رامنځ ته کیدلو کرونا نور هم زور کړی او په یو شمېر هېوادونو کې قرنطین حالت هم رامنځ ته سوی د روغتیا پالانو په وینا چې د تیري په پرتله د کرونا پیښو کې زیاتوالی راغلی دوی وايي یوازي امریکا کې دا فیصدي ۶۴ سلنه زیاته سوې

د کرونا له رامنځ ته کیدلو را وروسته ان د ټولې نړۍ په کچه په یوه ورځ د یولک کسانو په کرونا اخته کیدل نوې خبره ده او تر اوسه په یوه هېواد کې دومره زیات خلک په یوه ورځ په کرونا نه دي اخته سوي خو ویل کیږي د کرونا تر پیل را وروسته اوس د مړینې پیښي کمې دي

تراوسه په ټوله نړۍ کې څه کم ۴۹ میلیونه انسانان په دې ناروغۍ اخته سوي چې تراوسه يې یو میلیون ۲ لکه او ۳۱ زره کسان وژلي او لاهم هره شېبه دا شمېره زیاتیږي

تراوسه پوري له دې ناروغي څخه د ۳۴ میلیونو زیات کسان جوړ سوي امریکا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا د مړیني او مبتلا کیدلو زیاتي پیښي لري

د شمېرو له مخې امریکا کې څه کم لس میلیونه انسانان په کرونا ناروغي  اخته دي  چې له دې جملي دوه لکه ۳۹ زره کسان مړه سوي دي د کرونا دا ډیروالی په داسې حال رامنځ ته کیږي چې  امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو شمېرې او ناندرۍ روانې دي او ښايي دا یوه بله وجه وي چې د کرونا د پراختیا لامل به سي امریکا تراوسه نه ده بریالۍ سوې  چې د کرونا کنټرول او مخنیوی وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.