The news is by your side.

صالح: د غفلت په تور نیول سوي پولیس دي خوشي سي

خبریال ویبپاڼه/ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امر کړی چې د کا بل پوهنتون د پیښي را وروسته د غفلت په تور نیول سوي پولیس دي په باعزته توګه خوشي سي

هغه ویلي د دې برید په هکله ټول اړخونه نه دي څیړل سوي ځکه نو باید د وظیفوي غفلت په تور نیول سوي پولیس باید پرېښودل سي  هغه ویلي پوره نه ده څېړل سوې چې ستونزه چیري  وه غفلت او تیروتنه چا کړې نو ځکه د دریالسو پولیسو افسرانو ایستل کول د منلو وړ نه ده

د کابل پوهنتون پیښه چې پکښي لسګونه کسان شهیدان او ژوبل سول یو لړ غبرګونونه را وپارول او د کورنیو چارو وزارت د دې برید په هکله د وظیفوي غفلت په تور له دندو لیري او توقیف کړل

خو اوس تازه يې د افغان ولسمشر امرالله صالح له لوري د باعزته خوشي کیدلو غوښتنه سوې دا په داسې حال کې ده چې د کابل د امنیت چارې ښاغلي صالح ته سپارل سوې او دا پیښه رامنځ ته سوې

د افغانستان ولسي جرګې له لوري د کابل امنیتي مسؤلین او ښاغلی صالح استجوابیه غونډې ته غوښتي هغوی پر دولت انتقاد وکړ چې د امنیتي چارواکو او اړوندو مسؤلینو صلاحیتونه يې اخیستي او خپلو کارونو ته نه پرېښودل کیږي

څو ورځې وړاندې د کابل پر پوهنتون یو شمېر ولسوالو برید وکړ، چې په پوهنتون کې دننه يې یو شمېر محصلین په نښه کړل او زیات شمېر يې شهیدان کړل له دې پیښي وروسته یو شمېر غبرګونونه را و پاریدل وسلوالو طالبانو په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړ او همداشان داعش ته یو منسوبه ویډويي پیغام کې یو کس وايي چې دا برید دوی نه دی کړی

تراوسه کره مالومه نه ده چې دا برید چا کړی  خو خلک د کابل او یو شمېر ولایتونو د امنیت په هکله اندېښنې لري او له دولته غواړي چې  د خلکو امنیت ټینګ کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.