The news is by your side.

غني د قطر ډالۍ افغانستان بانک ته وسپارل .

خبریال ویب پاڼه / د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې کې راغلي چې هغه ډالۍ چې د هیواد لومړۍ میرمني رولا غني ته د قطر د امیر ورکړې وه نن افغانستان بانک ته وسپارل . یاده  ډالۍ د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني  او لومړۍ میرمن رولا غني له لوري افغانستان بانک ته د یاد بانک غني کولو په هدف وسپارل .

 ولسمشر محمد اشرف غنی او لومړۍ مېرمنې رولا غني هغه ډالۍ چې په وروستي سفر کې یې د قطر له امیر څخه تر لاسه کړې وه د افغانستان بانک ته وسپارله.

د ارګ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي غني دا ډالۍ مرکزي بانک ته د دولت د خزانې د غني کولو په موخه ورکړې ده.

دغه ډالۍ چې د قطر د دولت له لوري د هیواد لومړۍ مېرمن ته ورکړل شوې وه، نن له غرمې مخکې د افغانستان بانک مسوولینو ته وسپارل شوه.

اشرف غني د قطر د امير دا ډالۍ ډيره ارزښتناکه وبلله او ويې ويل چې دغه ډالۍ يوه کس ته نه، بلکې د افغان حکومت يوه چارواکي ته ورکړل شوې او بايد دولتي خزانې ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، هغو کسانو ته چې د یوه دولتي چارواکي په توګه ورته دا ډول ډالۍ ورکول کېږي باید د دولت خزانې ته يې  تسلیم کړي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني د روان کال د میزان میاشتې په ۱۴ نېټه قطر او کوېټ ته سفر کړی و. ددغه سفر موخه د افغان سولې برخه کې د دې هېوادونو ملاتړ او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا بلل شوې ده.

باید ووایو چې دا لومړی ځل دی چې د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د افغانستان بانک ته قیمتي ډالۍ ورکول کیږي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance