The news is by your side.

زابلیان : سوله چې په هرقیمت وي باید وشي .

خبریال ویب پاڼه / زابلیانو د یوې پراخې ولسي غونډي په ترڅ کې د افغان جګړې په ښکیلو غاړو باندې د ژر تر ژره جګړې د درېدو د بین الافغاني خبرو د پیل او په ټول هیواد کې د تل پاتې سولې ملي یووالي او اوږمهاله اوربند غوښتنه وکړه

دا ستره ولسي غونډه په مرکز کلات کې د رڼا مدنې ټولني لخوا رابلل شوې وه چې د زابل مرستیال سرپرست والي عنایت الله هوتک د ولایتي شورا غړو قومي مشرانو دیني عالمانو ځوانانو مدني فعالانو مېرمنو او سلګونو تنو عامو ولسونو  برخه لرل.

د زابل مرستیال او سرپرست عنایت الله هوتک په نننۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان جګړه باید ودرلو شي ځکه چې زیات زیان یې عام ولس ته اوړي او اکثریت عام او بېګنا افغانان پکښې قرباني کیږي چې باید ژر تر ژره ودرول شي او بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي  .

هوتک زیاته کړه سولي ته د رسیدو یواځنی لار اوربند دی چې باید ژر اعلان شي او د افغانانو د څولسیزو ارمان چې سوله ده باید پوره شي .

دیادي غونډي پر مهاله د زابل دیني عالمانو قومي مشرانو مېرمنو او ځوانانوهم خبري وکړې دوی په خپلو خبرو کې وویل چې ولسونه مو عاجل د اربند اوسولي غوښتونکي دي دوي زیاته کړه  باید نور د جګړې ښکیل اړخونه د امتیاز،چوکۍ غوښتلو او ګټې لپاره افغانان قرباني نکړي ، او خپل د جګړې اور کابو او اوربند اعلان او پلي کړې تر څو ولسونه مطمین شي چې سوله کیږي .

د جګړې په روان وضیعت کې هیڅ افغان سولي ته خوښ نه دی ځکه باور نه لري چې د جګړې سره سره دي دسولي خبرو کې پرمختګ وشي .

د زابل اوسیدونکي په داسي حال کې په ټول هیواد کې د تلپاتي سولي ملي یووالي او اوربند غوښتنه کوي چې دا مهال په قطر کې د بین الافغاني سولې لپاره مذاکراتي ډلي د سولي په خبرو بوخت دي ، خو ورسره همهال د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې جګړې زور اخیستي چې زیان یې عام ولس ته رسیږي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.