The news is by your side.

صفیه وزیر؛ افغان توکمه امریکایۍ بیا ایالتي ټاکنې وګټلې

افغان توکمه امریکایۍ صفیه وزیر بیا د امریکا د نیوهمپشایر ایالتي ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند دغړې په توګه بریالۍ او د ایالتي ولسي جرګې غړې شوه.

د امریکا د ایالتي وکیلانو ټاکنې هر دوه کاله وروسته کېږي.

دې ټاکنو کې له جمهوریپال ګوند دنیس سوز له مېرمن وزیر سره پر دې څوکۍ سیالي کوله.

دوی دوه کاله مخکې هم پر دغه څوکۍ سره سیالي وکړه.

مېرمن وزیر دوه کاله مخې هم پر دنیس سوز برلاسې شوه چې څلور ځلې یې د ایالتي جرګې غړیتوب لرلی.

دې لومړني بري سره مېرمن وزیر د نیوهمپشایر ایالتي ادارې جوړښت ته ننوته.

صفیه وزیر د نیوهمپشایر لومړنۍ کډواله استازې ده.

صفیه شپږ کلنۍ کې له افغانستان ووتله.

نږدې ۳۰ کلنه وزیر په شپږ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره له افغانستان اول ازبکستان ته لاړه.

پر ۲۰۰۷ کال له خپلې مور سره امریکا ته کډواله شوه.

نوموړې له کنکور ښوونځي فارغه او پر ۲۰۱۳ کال د امریکا وګړې شوه.

مېرمن وزیر والمرت ځنځیري پلورنځي او بیا د پوهنتون کتابتون کې له کار درې کاله وروسته له یوه ځايي کالج د زدکړو ستند ترلاسه کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.