The news is by your side.

نړۍ کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ نړۍ د کرونا دویمې څپې راتللو ته انتظار باسي او د دې ناروغۍ دویمې څپې سره له اوسه ډیری هېوادونه سخت ځپلې او په ډیری هېوادنو کې محدودیتونه هم وضعه سوي دي

راپورونه وايي اتریش، پرتګال او یو شمېر نورو هېوادونو د کرونا د مخنیوي لپاره محدویتونه وضعه کړي ترڅو د کرونا د دویمې څپې پر وخت له دې ناروغۍ څخه وبا جوړه نه سي بریتانیا هم د هغه هېوادونو په کتار کې راځي چې د کرونا د مخنیوي لپاره يې احطیاتي تدابیر نیولې

د کرنا تازه حال دادی چې  تر اوسه يې څه دباندې ۴۹ میلیونه او ۵۶ زره کسان نیولې  او لاهم شېبه پر شېبه دا شمېره د زیاتیدو په حال کې ده له دې ناروغۍ څخه ۲لکه څلویښت زره کسان مړه کړي د راپورونو پر اساس تراوسه له کرونا څخه شاوخوا ۳۵ میلیونه انسانان جوړ سوي

د هغه هېوادونو چې کرونا ناروغي پکښي ډیر وژلي او مبتلا سوي امریکا په سرکې ده یوازي تیره ورځ یولک انسانان دې هېواد کې په کرونا اخته سوي وو او ۱۱ سوه کسان يې په همدې ورځ وژلي هم وو.

امریکا کې دا مهال څه کم لس میلیونه انسانان په کرونا ویروس ککړ سوي چې له دې جملې څخه ۲۴۱ زره کسان مړه سوي او څه باندې ۶ میلیونه کسان بیرته ترې روغ سوي دي

په امریکا کې  هره شېبه د کرونا ویروس د لا پرمختګ موقع ده په دې هېواد کې له کوښښونو سره سره بیاهم دا ناروغي په دویم پړاو کې خورا د پرمختګ په حال کې ده او داسې انګیرل کیږي چې کرونا به په دویم پړاو کې هم یوه لویه فاجعه رامنځ ته کړي امریکا د روسیې په ګډون او نورو هېوادونو کوښښ وکړ ترڅو د کرونا د مخنیوي لپاره واکسین جوړ کړي خو تراوسه یو هېواد هم نه دی توانیدلی چې د کرونا مخکښ واکسین جوړ کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance