The news is by your side.

کرېکټ ښځینه لوبغاړې به راتلونکې کې یو اسلامي هېواد کې تمریناتي کمپونه پیل کړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړې به په نږدې راتلونکې کې په یو اسلامي هېواد کې تمریناتي کمپونو ته لاړې شي.

افغانستان کرېکټ پورډ د بېلا بېلو ولایتونو نه د کرېکټ ٤٠ ښځینه لوبغاړې ټاکلې او په کابل کې یې د کرېکټ درې اوونۍ تمرینات ورکړل، چې اوس مهال یې دا تمرینات پای ته رسیدلي.

کرېکټ بورډ وایي، له دوی ٤٠ ښځینه لوبغاړو یې ٢٥ تنه ټاکلي چې بهر په یو اسلامي هېواد کې د ښځینه روزونکې تر څار لاندې تمرینات وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې چې تېره میاشت د ښځینه لوبډلې د جوړولو لپاره اقدام وکړ، او ښځینه لوبغاړو ته یې تمرین ورکړ، په هېواد دننه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شول.

یو شمېر هېواد وال وایي، چې د ښځینه کرېکټ لوبډلې جوړولو ته هېڅ اړتیا نه شته، افغانستان اسلامي هېواد دی او باید مېرمنې یې په حجاب او پرده کې ژوند وکړي. بل لور په قطر کې د سولې مذاکراتو ته دواړه خواوې ناستې دي او په داسې حساسو شرایطو کې نه باید د کرېکټ د ښځینه لوبډلې جوړولو موضوع را پورته شي.

یو شمېر بیا وایي، د نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم د کرېکټ ښځینه لوبډلې شتون ته اړتیا لري، نور اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه هم د ښځینوو د کرېکټ لوبډلې لري او که افغانستان یې هم ولري بده خبره نه ده ځکه افغانې پېغلې له چا کمې نه دي، باید د ورزش یا د کرېکټ حق ترې وانه خیستل شي، که پرې کار وشي له افغان ملي لوبډلې به ډېر ویاړونه راوړلی شي.

د افغانستان په څېر په یو دودیزه او مذهبي ټولنه کې ښځې او نجونې له بېلا بېلو ننګونو سره مخ دي.

ډېری جونې خو لا هم د زده کړې او کار له حقه نه دي برخمنې او په ورزش کې ونډه اخیستل او نړیوالو سیالیو ته رسېدل یې بیا لویه حوصله او مبارزه غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.