The news is by your side.

بایډن به خپله بریا اعلان کړي

د امریکا ولسمشري ټاکنې دوه ورځې وړاندې ترسره سوې چې له ډیموکراټ ګوند څخه جو بایډن او جمهوریت غوښتوونکو څخه ډونالډ ټرمپ پکښي ګډون وکړ

د راپورونو له مخې د بایډن امنیت خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر زیات سوي ځکه چې هغه به ډیر ژر خپله په رسمي ډول سره اعلان کړي له همدې امله واشنګټن یوه راپور کې دېته اشاره هم کړې ده

راپور زیاتوي چې د بایډن له ټاکنیز مرکز سره د امنیت ډیر ماموران لیدل کیږي چې چمتوالی يې نیولی

امنیتي ادارو ډیر مالومات نه دي ورکړي او ویلي يې دي چې پټ مالومات نسي خپرولای د شمېرلو رایو له مخې بایډن د ټاکنیز کالچ ۲۵۳ او ډونلډ ټرمپ ۲۱۴ رایې ګتلې دي.

بایډن د بریا پر پوله ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د وتو حال کې

د امریکا مشهوره ورځپاڼې واشګنټن پوسټ په تازه خپرونه کې ویلي چې د بایډن بریا یقیني ده ځکه د رایو پایلې يې ښې  دي دې ورځپاڼي ویلي د بایډن بریا یقیني ده، او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دی

دې ورځپاڼې په خپله مقاله کې ویلي چې جو بایډن د بریا پوړیو ته رسیدلی او نژدې ده چې بریالی سي خو ټرمپ له سپینې مانۍ څخه د وتو په حال کې دی

ورځپانې د ټاکنو په هکله د جمهوري غوښتوونکو او ټرمپ نظريې ته هم اشاره کړې چې ګوند يې د ټاکنو په هکله کومه نیوکه نلري او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دی چې نیوکه لري، ځکه جمهوريت غوښتوونکې ځینې يې چپ او ځینې هغه څه غواړي چې ترسره کیږي

واشنګټن پوست وایي بایډن سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره یوازې شپږ رایې کمې لري چې په آسانۍ یې تر لاسه کوي او ژر به د ټاکنو پایله اعلان او بایډن به منتخب ولسمشر سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance