د سمېع الحق زوی حامد الحق: د افغانستان حکومت کافر دی؛ دې هېواد کې جهاد روا دی
خبریال وېب پاڼه/ د پاکستاني مولانا سمېع الحق زوی حامد الحق په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان حکومت کافر دی او په افغانستان کې جهاد روا دی.
نوموړي ویلي، افغانستان کې تر هغې جهاد روا دی چې واک طالبانو ته نه وي سپارل شوی، طالبان او د پاکستان حکومت خپلو منځونو کې ستونزه نه لري، طالبان په حقه دي خو افغان حکومت ورسره د دوښمنۍ اور ته لمن وهي.
حامد الحق په خپلو څرګندونو کې د ټرمپ ټاکنیزې ماتې ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ د نوموړي د پلار سمېع الحق د وژنې او زرګونو طالبانو د وینو بدل دی، چې ټرمپ له دومره طاقت سره هم بریالی نه شو.
حامد الحق د دې تر څنګ د هند امریکا او افغانستان حکومتونه ظالم بللي او وایي چې هند د افغان حکومت سره مرسته کوي او طالبانو سره جنګیږي.
حامد الحق وایي، پاکستان افغانستان کې د طالبانو اسلامي حکومت غواړي او طالبانو سره به هر ډول مرسته وکړي چې اسللمي حکومت را منځته کړي څو له افغانستان نه پاکستان او د سیمې هېوادونه یې ترهګرۍ وساتل شي.
حامد الحق هم د خپل پلار سمېع الحق په پل روان دی، سمېع الحق هم په افغانستان کې جهاد روا بللی وو خو د نوموړي دا ادعاوې په نړیواله کچه د دیني عالمانو له لوري رد شوې.
په ورته مهال د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د حامد الحق د څرګندونو په غبرګون په یو اعلامیه کې ویلي چې حامد الحق د طالبانو د مدرسې چړی د پاکستان حکومت په استازیتوب او لمسون د افغانستان په موضوع خبرې کوي او د دې ماشوم چړي خبرې په کلکه غندوو.
په اعلامیه کې وړاندې راځي چې د حامد الحق له څرګندونو نړیوالو ته هم ثابته شوه، چې پاکستان استخبارات د همدې طالبانو او چړو په واسطه افغانستان کې د جنګ اور ته لمن وهي.
د حج او اوقافو وزارت د پاکستان له اسلامي نظریاتي کونسل نه رسماً غوښتي چې د دې ماشوم د څرګندونو په تړاو خپل دریځ واضح کړي چې د دوی په استازیتوب غږیږي او که نشه یې کړې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.