The news is by your side.

د پاکستان او روسیې ځواکونه پاکستان کې د ترهګرۍ ضد تمرینات پیلوي

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان پوځ وایي، پاکستاني او روسیي ځواکونه په ګډه په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد تمرینات پیلوي.

دا تمرینات به د دوه اوونیو په ترڅ کې پای ته ورسیږي او عملیاتو کې د ګډون اخیستو په موخه روسیي ځواکونه نن پاکستان ته هم رسیدلي دي.

پاکستان چې هر ځل ترې د ترهګرۍ د روزنې راپورونه ورکول کیږي، د ترهګرو ډلو پټنځایونه او روزنیز ځایونه لري او لا هم د ترهګرۍ د ملاتړو خړ لېست کې دی، له روسیې سره په ګډه په سیمه کې یې د ترهګرۍ پر ضد تمرینات پیلول افغانانو ته پوښتنې را ولاړې کړي.

تازه وخت کې د پاکستاني ملا سمېع الحق زوی حامد الحق هم په څرګندونو کې افغانستان تورن کړی چې پاکستان او سیمه ترې ارامه نه ده او هر وخت ترې پاکستان او سمي ته ترهګریز ګواښ متوجه وي.

نوموړي د افغانستان حکومت کافر بللی او افغانستان کې یې جګړه روا وبلله او دا راز یې حکومت تورن کړی چې د طالبانو سره دوښمني کوي او په لوی لاس د جګړې اور ته لمن وهي.

حامد الحق ویلي، افغانستان کې تر هغې جهاد روا دی چې واک طالبانو ته نه وي سپارل شوی، طالبان او د پاکستان حکومت خپلو منځونو کې ستونزه نه لري، طالبان په حقه دي خو افغان حکومت ورسره د دوښمني کوي.

په داسې حال کې چې موندنو ثابته کړې افغانستان ته ترهګر له پاکستانه را روان دي خو حامد الحق هم د خپل پلار سمېع الحق په پل روان دی، سمېع الحق هم په افغانستان کې جهاد روا بللی وو خو د نوموړي دا ادعاوې په نړیواله کچه د دیني عالمانو له لوري رد شوې.

په ورته مهال د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د حامد الحق د څرګندونو په غبرګون په یو اعلامیه کې ویلي چې حلمد الحق د طالبانو د مدرسې چړی د پاکستان حکومت په استازیتوب او لمسون د افغانستان په موضوع خبرې کوي او د دې ماشوم چړي خبرې په کلکه غندوو.

په اعلامیه کې وړاندې راځي چې د حامد الحق له څرګندونو نړیوالو ته هم ثابته شوه، چې پاکستان استخبارات د همدې طالبانو او چړو په واسطه افغانستان کې د جنګ اور ته لمن وهي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.