The news is by your side.

خبریال یما سیاوش شهید شو

خبریال ویبپاڼه/ له کابله راپورونه وايي چې د طلوع نیوز خبریال او د دې تلویزیون د سیاسي خپرونو مخکنی چلوونکی یما سیاوش د مقناطیسي ماین په چاودنه کې شهید سوی

نن سهار د څلورم مکروریان په سیمه کې  یما سیاوش او د هغه موټر چلوونکی په موټر پسې د چپکي ماین چاودنې په ترڅ کې شهیدان سول

په افغانستان کې د ژورنالیستانو یو شمېر ادارو دا برید غندلی او له دولته یې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د هڅو غوښتنه کړې نی ادارې ویلي موږ دغه بې رحمه او ظالمانه برید په کلکو ټکو غندو”دغه برید د ژورنالیزم پر لویه کورنۍ برید دی او له دولته غواړو چې دا رنګه قضيې وڅيړي

کابل ښار کې د امرالله صالح راتګ سره هم امنیت خوندي نسو او هره ورځ د ماین چاودنو او غلچکي بریدونو له کبله داسې ځان افغانان ژوند له لاسه ورکوي

موده وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي وو چې  افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې جرمي قضیې نه څېړل کیږی  خبریالانو د خوندیتوب کمېټې افغانستان د هغه هېوادنو په سرکې راوستلی چیري چې د خبریالانو جنایاتو په څېړنه کې ناغیړي ترسره سوې

په دې لیست کې لومړی افغانستان وروسته پاکستان، روسیه او لاندې نور هېوادونه ځای لري په دې هېوادونوکې د خبریالانو په وړاندې قضیې نه دي څېړل سوې

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دې راپور د خپرېدو سره هم مهاله یو ځل بیا ویلي چې خبریالان په دې هېواد کې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

د خبریالانود خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي ویلي په افغانستان کې خبریالان لپاره ښه قوانین سته خو له بده مرغه پلې سوي نه دي او نه هم د خبریالانو قضیو ته رسیدګي سوې

د کابل امنیت لاهم خوندي سوی نه دی تروسه پوري لاهم د خلکو اندېښنې دې ته ورته پیښو زیاتي کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.