The news is by your side.

بایډن: رایه مې ګټلې

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټانو نوماند جوبایډن ویلي زه نه وایم شمېرې ښيي چې زه ګټوونکی یم هغه ویلي چې د امریکا راتلوونکی ولسمشر دی خو تراوسه پوري رسمي نه ده اعلان سوې چې د روانو ټاکنو ګټوونکی به څوک وي

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره چې ټرمپ او جوبایډن پکښي مقابل نوماندان وو، لومړنۍ پایلې ښيي چې جوبایډن ډیري رايې وړې او ښايي چې بریالی اعلان سي.

جوبایډن په یوه خبرې کفرانس کې ټرمپ ته وویل چې دی نه وايي بلکي ارقام وايي چې بايدڼ بریالی او په ټاکنو کې ګټوونکی دی

هغه ټولو امریکایانو ته مبارکي ورکړې ده چې و یې کړی سوای ځان له یوه بې مسوولیته ولسمشره خلاص کړي او بېرته به د امریکا د پرمختګ لپاره سره متحد سي.

ویل کیږي چې د امریکا په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې دومره خلکو رایه نه دي کارولې لکه څنګه چې يې په دې ټاکنو کې ګډون وکړ

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر او نوماند ډونالډ ټرمپ خپل سیال جوبایډن ته خبرداری ورکړی چې په ټاکنو کې دي خپله بریا نه اعلانوي

د پنسلوانیا ایالت کې د رایو شمېرې ښيي چې بایډن لاهم تر ټرمپ مخ ته دی او دلته نو د هغه بریا چانس نور هم رانژدې سوی دی دا خبرداری ورکړی

تازه مالومات دادي چې بایډن د پنسلوانیا ایالت سره سره په جورجیا، نیواډا او اریزونا کې هم تر خپل سیال ټرمپ وړاندې دي دی او ترې يې زیاتي رایه ګټلې دي، ټرمپ پر خپلو ټویټر لیکلي چې قانوني چلنجونه اوس پلیږي

د امریکا ولسمسریزې ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې راتلوونکي ولسمشر ته د امریکا اوسنی ناسم وضعیت مخ ته پروت دی د هغه لپاره د کرونا وبا، د افغانستان جګړه او په سیمه کې د امریکا شتون هغه موضوعات دي چې نوی ولسمشر به په دې اړه سم تصمیمونه نیسي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.