The news is by your side.

افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه غندل سوي

خبریال ویبپاڼه/ پر کوثر ښوونیز مرکز، او کابل پوهنتون له خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونو له لورې غونډې او لاریونونه وسول او د کابل پوهنتون په څېر بریدونه يې وغندل

اوس تازه د افغانستان سره یو شمېر نړیوالو متحدینو هم پر ښوونیزو مرکزونو بردونه غندلي او دا رنګه بریدونه یې په د نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه په خلاف اوسرغړونې بللې

دې نهادونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې، په کابل کې د د امریکا، بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا، هالنډ، ناروې، سوېډن او ترکیې سفارتونو  د ناټو او اروپايي ټولنې سیاسي او ډيپلوماټیکو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي په کابل او نورو ولایتونو کې په ښوونځیو او د پوهنې پر منسوبینو ۴۵ واره بریدونه سوي چې دوی یې په اړه جدي اندېښنه لري.

اعلامیې ویلي چې د دې پیښو عاملین باید محکمه او ورته سزا ورکړل کړل سي

د دې سره ترخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پر کابل پوهنتون برید غندلی او ټینګار يې کړی چې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه د منلو وړ نه دي

د کابل خونړی برید چې د یوه نندارتون جوړیدو پر مهال د کابل پوهنتون کې رامنځ ته سو وسلوالو بریدګرو پر بې ګنا محصلینو او استادانو ډزې وکړې چې وشاوخوا ۲۴ کسه یې شهیدان او ۵۷ نور يې ژوبل کړل چې  له هغه وروسته د دې پیښي مسؤلیت چا ونه مانه خو.

د کابل پوهنتون پیښي رامنځ ته کیدلو وروسته په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو لړ غبرګونونه را وپاردیدل چې د دې پیښي د غندنې ترڅنګ د عامیلینو د محکمه کیدلو ا وسزا ورکولو غوښتنه هم پکښي وسوه

د کابل پوهنتون له پیښي وړاندې هم  کابل ښار کې د کوثر پر نوم پر یوه زده کړه ییز مرکز باندې بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان سولو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.