The news is by your side.

د هلمند جګړې نور هم زور اخستی

خبریال ویبپاڼه/ په دې وروستیو کې یو لړ لوړ پوړو پوځې پلاوو، هلمند ولایت ته سفرونه وکړه او له هغه ځایه یې د خیر او خیریت راپورونه ورکړل خو لاهم په دې ولایت کې وضعیت د خرابیدو په لوري روان دی

امنیتي سرچینې وايي چې د ناوې په ګډون یو شمېر سیمو کې لاهم جګړه روانه ده، چې د سیمې خلک يې هم له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي

امنیتي سرچینې وایي چې نن د تازه جګړو له امله د ناوې ولسوالۍ د لوی کلی ماموریت سقوط سوی او جګړه روانه ده تراوسه پوري نور مالومات نه دي وړاندې سوي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال د حالت کابو کولو او امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره هلمند کې څو ورځې تیري کړې خو حالت تر پخوا ډير خراب سوی

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هلمند ولایت ته د ځانګړو ځواکونو یو جوپه هم  ولاړه پوښتنه داده چې دولت د دومره قوت په استعمال سره بیاهم د هلمند په جګړه کې بریالی سوی نه دی؟

ښايي د هلمند جګړه نوره هم خونړۍ سي ځکه دولت د دومره مشرانو او پوځیانو لیږلو سره بیاهم حالت عادي لورته نه دی ګرځولی او لاهم د هلمند په ځینو سیمو کې جګړې او نښتې ترسره سوې او روانې دي

د دې جګړو ډیر زیان ملکي وګړي زغمي هغوی کورونو، پرېښودلو ته اړ کیږي له هلمنده د بې ځایه سویو کره شمېره نه ده مالومه خو ویل کیږي چې شاوخوا ۴۰ زره کسان بې کوره سوي دي

دغو کسانو د زیاتو ستونزو یادونه کوله او ویلي يې دي چې بیړینو مرستو ته اړتیا لري تراوسه پوري داسې راپور نه دی ورکول سوی چې د دې جګړه ځپلو لپاره دي هومره مرسته سوې وي  چې ورته اړتیا لري خلک لاهم  په دې لایت کې اندېښنه لري چې جګړې به نور هم زور واخلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.