The news is by your side.

زابل کې موټر بم برید ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن سهار شاوخوا لس بجې کلات ښار د ولایتي شورا رییس حاجي عطاجان حقبیان د دفتر قرول سره د کابل کندهار پر عمومي سړک یو فلډر ډوله موټر انفجار کړی چې ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

خبریال ویبپاڼه/ د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچي وايي چې  چاودنه د یو فلډر موټر په وسیله رامنځ ته سوې چې ګڼو ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې د امنیه قوماندان په خبره چې ځامرګي هدف ته تر رسیدلو مخکې له منځه تللی ځکه په وینا یې د دې بریدګرو هدف د کابل بانک اداره او یو شمېر نظامي قرار ګاه وي وې

هغه زیاته کړه چې د پیښي ټول تلفات ملکیانو ته رسیدلی او کوم دولتي کس ته زیان نه دی رسیدلی

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چاودنه خورا زوروره وه او ګڼ شمېر خلک يې ټپیان کړي دي د هغوی د مالوماتو له مخې چې دوه کسه شهیدان او ۱۲ ژوبل دي.

د زابل د ولایتي روغتون مسؤلین وايي تراوسه له پیښي ۱۳ ژوبل او دوه مړي ور وړل سوي دي

تراوسه پوري امنیتي چارواکو د دې پیښي په هکله تازه جزیات ورنکړو ځینې سرچینې وايي چې ښايي د دې پیښي هدف د زابل ولایت د ولایتي شورا دفتر وو ځکه هلته قرول ته څېرمه چاودنه هم رامنځ ته س وې ده

تراوسه پوري د دې برید پړه چا پر غاړه نه

په سمیه کې عیني شاهدان وايي چې په دې پیښه کې یوازي ملکیانو ته زیان رسیدلی او بل هیڅو په نښه سوي نه دي دوی وايي چې ډير زخمیان يې روغتون ته انتقال کړي  دي دوی په هېواد کې د سرتاسري امنیت او غوښتنه کوي او د داسې پیښو په وړاندې د مبارزې او مخینوي غوښټنه کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.