The news is by your side.

ترکیې د پیسو خورا ټیټیدو له امله؛ د مرکزي بانک رییس له دندې لېرې کړ

خبریال وېب پاڼه/ د ترکیې د پولي واحد لیري د دوامداره تخریب او سقوط له امله د یاد هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د مرکزي بانک رییس له دندې لېرې کړ.

ښاغلي اردغان د مرکزي بانک رییس مراد اویسال ١٨ میاشتې وړاندې د مرکزي بانک رییس کړی وو او په دې موده کې د لیري د غورځېدو له کبله بېرته لېرې شو او پر ځای یې د ترکیې د مالیي پخوانی وزیر ناجي اقبال د مرکزي بانک رییس وټاکل شو.

د ترکیې لیره د لومړي ځل لپاره په تېره میاشت کې په هر ډالر کې ٨ لیرې ته را ښکته شوه.

د ترکیې لیره داسې مهال په ډېره چټکۍ سره را ښکته شوه، چې د نورو هېوادونو سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان له ادارې سره د نړیوالو شخړو او ناندریو زیاتوالی او په بازارونو کې یې د پایلو په اړه اندېښنې د لیرې د را ښکته کېدو لاملونه ښودل شوي.

د ترکیې او متحده ایالتونو تر منځ کړکېچ، د فرانسې له حکومت سره په اړیکو کې کړکېچ، د ختیځ مدیترانې، د ناګورنو-کاراباک شخړې او د ترکیې د یونان تر منځ شخړې د پانګوالو د اندېښنو لاملونو په توګه یاد شوي.

متخصصین وایي، ترکیې د خپلې لیرې د ملاتړ جلبولو لپاره کافي کار نه دی کړی.

د ترکیې مرکزي بانک له ډېرې مودې را هیسې د ولسمشر رجب طیب اردغان تر فشار لاندې دی، تر څو د ترکیې په اقتصادي وده کې مرسته وکړي، ښاغلي اردغان د سود نرخونو کمولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ترکیه اقتصادي ودې او پرمختګ ته اړتیا لري. خو دا امکان بیا هم لري چې ترکیه د کال تر پایه بېرته د سود نرخونه لوړ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.