د بریالیو کسانو د ژوند تګلاره

خبریال وېب پاڼه/هر څوک غواړي بریالي و اوسېږي خو ډېر کم کسان واقعاً د دغه دریځ لارویان جوړېږي. له هغه وخته چې موږ په ښکته پورته پوهېږو او په پښو حرکت پیلوو، د ژوند لپاره بېلا بېل انځورونه په خپل ذهن کې جوړوو تر دې چې د هدف ټاکنې او د هغې د څارنې تر دریځه رسېږو.

که یو چا ته ووایې چې څه هیلې لرې، په شېبه کې به درته د یو عالم هیلو خبرې وکړي خو که وپوښتې چې عملي پلان لرې؟ یا تر دې دمه دې کوم څه کړي دي؟ ښایي له هېچا د پام وړ ځواب ترلاسه نه کړئ. دا داسې معنا لري لکه  یو څوک ژوند کوي خو پلان نه ورته لري. هڅه وکړئ بریا ته غځېدلې لار وپېژنئ او پر دغه مسیر د تګ لپاره خپله انرژي متمرکزه کړئ. په یو وخت ډېرو کارونه ته لاس مه اچوئ، دا حالت ستاسو انرژي ضایع کوي او ځواک مو شنډوي.

یوه یوه موخه څارئ او د هغې لپاره خپل دروني جنون په څپو راولئ. اړینه نه ده چې نور به څه درته وایي، دا ستاسو خپله خوښه ده چې ځانته یو یو مسیر ټاکلی دی او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره ستاسو ذهن تاسو ته لوړ خوبونه در ویني. مه پرېږدئ چې څوک مو د خوبونو دونیاګۍ ته در ننوځي او ستاسو ټول خوب در ګډوډ کړي. له ناتې وېره مه کوئ، جویس براډرز وایي: ((بریالیتوب ته لېوال کسان باید زده کړي چې ماته، بریا ته د رسېدو د بهیر ګټوره او حتمي برخه ده)).

څه فکر کوئ، هغو کسانو چې خپلو موخو ته له رسېدو وړاندې تسلیم شوي، څو ځله هڅه کړې؟ ښایي اوسط یې تر یو هم ټیټ وي. ډېری خلک حتی تر لومړي ځل هڅې وړاندې منصرف کېږي. دلیل یې همدا دی، کله چې دوی د یوه داسې کار د ترسره کولو پرېکړه کوي، چې تر دې وړاندې یې نه وي ترسره کړی، په یوه ځل ګڼ خنډونه، ننګونې او ستونزې د دوی پر وړاندې را څرګندېږي. حقیقت خو دا دی چې بریالي کسان په ځلونو تر ناکام شویو کسانو ډېر له ماتې سره مخ شوي دي.

هغوی ډېر څه تجربه کړي، لوېدلي او بېرته پورته شوي، تر دې چې ځانونه یې د بریا منزل ته رسولي دي. هغو کسانو چې بریالي شوي نه دي، دوی لږ څه تجربه کړي. کله چې له ستونزې سره مخ شوي، بېرته د هغه څه ترسره کولو ته ګرځېدلي، چې تر دې وړاندې یې ترسره کول. یعنې خپلو زړو هیلو ته ور ستانه شوي دي.

له وړو ماتو هخوا لوبې بریاوې دي:

زموږ افغانانو ورځنی ژوند د لومړۍ او دویمه درجه ټولنو په پرتله له ننګونو ډک دی او په خورا وړه بهانه له خپلو لویو هیلو او موخو نه په شا کېږو، خو دا هېروو چې زموږ د ژوند تر ټولو ستره تېروتنه همدا ده چې خپل روان کړی هدف پرېږدو او ځان د ځوړ او ښکته تګ په زینه ور برابروو.

مه هېروئ چې بریا ته تر تګ وړاندې باید د ډېرو وړو او نسبتاً لویو ماتو په تمه و اوسئ. ناکامیو او لنډمهاله ماتو ته  د هغې بیې په سترګه وګورئ، چې تاسو یې باید بریا ته د رسېدو لپاره پرې کړئ. فکر به مو کړی وي، موږ چې کله کومې هټۍ ته د څه د پیرلو لپاره ورځو، هټیوال ته ټاکلی مقدار پیسې ورکوو او خپل موخن شی ترې را نیسو، کټ مټ همداسې موږ ته لازمه ده چې هرې لویې موخې ته د رسېدو لپاره په لاره کې له وړو ماتو ته و نه ډار شو او پرې نه ږدو چې زموږ لویې موخې عبث را نه لاړې شي. هنري فورډ په دې هکله وایي: ((ماته په لا هوښیارۍ د بیا پیل لپاره یو فرصت دی)).

کله چې د خپلې موخې په هکله پرېکړه کوئ، له ځانه وپوښتئ؛ (ولې تر اوسه هغه ځای ته نه یم رسېدلی؟) څه شي مو د پرمختګ مخه نیولې ده؟ دغه موخه مو تر اوسه ولې نه ده ترلاسه کړې؟ ټول هغه  خنډونه مشخص کړئ، چې ستاسو او موخو تر منځ مو پراته دي. ټول هغه څه یاداشت کړئ چې فکر کوئ ستاسو د پرمختګ پر وړاند خنډ دي او یا یې هم د بریا پر وړاندې بهیر ټکنی کړی دی.

کله مو چې دا هر څه وکړل، بیا نو د عمل وخت دی. وروسته، سبا او بل سبا ته مه ګورئ، همدا اوس که ناست یئ، پورته شئ او که ولاړ یئ شروع وکړئ. دغه ډول دریځ ستاسو ذهن د مثبت بدلون په ګاڼه سمبالوي او تاسو د ارزښتونو بېړۍ ته خېژوي.

حل لارې څه دي؟

کله چې دا هر څه مشخص کړئ چې د بریا او خپلې موخې ته د تګ پر مسیر مې دغه ستونزې شته دي. اوس په کار ده چې د حل لپاره یې هم وړاندوینه او کومه ساز حللاره ولټوئ. دا کار هر څوک په ځانګړي لیدلوري کوي، تاسو هم د دې ځانګړتیا برخه یاست. مه ډارېږئ، اوس د ځان لپاره یو مناسب حل وګورئ او ژور فکر پرې وکړئ.

په یاد ولرئ، له تاسو هغه څه جوړېږي چې په هکله یې له وړاندې تاسو ډېر فکر کوئ. د ستونزو او کړاوونو په برخه کې بریالي انسانان ځانګړې لاره لري چې موږ ورته پر حل د تمرکز تګلاره او پلان هم ویلی شو. بریالي کسان ډېری وخت پر حللارو فکر کوي، د دوی تمرکز همدا وي چې د هرې ستونزې لپاره یو مناسب حل وګوري. پر حللارو تمرکز کوونکي وګړي په دوامداره توګه په داسې لارو چارو پسې ګرځي، چې څنګه ورباندې له هغه خنډونو نه تېرېدلی شي، کوم چې د موخې پر وړاندې پراته دي.

برعکس پر ستونزو تمرکز کوونکي کسان بیا تل پر ستونزو فکر کوي، د دوی فکر مثبته انرژي نه تولیدوي او تل اولټه خبرې کوي. دا کار نه یوازې خپله ده ته، بلکې ورڅېرمه کسانو ته هم زیان اړوي. دوی پر دې خبرې کوي چې چا او څه ډول دوی له دې ستونزې سره مخ کړل او څومره خپه دي. پر حل تمرکز کوونکي بیا له ځانه پوښتي: ((دا ستونزه څنګه حل کولی شو؟)) او وروسته د ستونزې د حل لپاره عملي اقدام کوي. ستاسو او هغه څه تر منځ چې غواړئ ترلاسه یې کړئ، ښایي تل ستونزې او خنډونه وي. له همدې امله ځینې وخت بریالیتوب ته د ستونزو حل هم وایي. شخصي رهبري هم د ستونزو د حل وړتیا بلل کېږي.

ټولو هغو کسانو چې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي، دوی په خپل ځان کې له ستونزو او ځانونو سره د ستونزو د حل وړتیا او انګېزه روزلې او ځواکمنه کړې ده. که تاسو هم د دې اصل لارویان کېږئ نو تل د ستونزو پر حل فکر کوئ او وروسته یې عملي کوئ. پر ستونزو فکر کول ستاسو ټوله متثبه انرژي له منځه وړي او له خورا بد حالت سره مو مخ کوي. څومره چې په حللارو فکر کوئ، په هماغه اندازه به له غوره حللارې سره مخ کېږئ او څومره چې سرچپه پر ستونزو فکر کوئ، په هماغه کچه به په بدمرغیو کې ډوبېږئ. څومره چې د ستونزو په حلولو کې چټک او مسلکي کېږئ، په هماغه اندازه به لویې ستونزې د حل لپاره ځانته جذب کړئ. بالاخره به د داسې ستونزو د حل جوګه شئ چې په حل کولو سره به یې تاسو او نورو کسانو ته ستر مادي او معنوي امکانات ترلاسه کړئ.

ډاډه اوسئ چې تاسو خپلو موخو ته د رسېدو په درشل کې د هرې ستونزې د له منځه وړلو وړتیا په ځان کې لرئ، خو شرط دا دی چې په ریښتیا هم وغواړئ چې ځان موخې ته ورسوئ.

لیکوال: مطیع الله همدرد

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More