کورونا، نیمروز کې بله مثبته پېښه هم ثبت شوه

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په نیمروز ولایت کې د کورونا یوه بله مثبته پېښه ثبت شوه چې په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مجموعي شمېر ۸۰ ته لوړ شو.

له اوسنۍ تازه پېښې سره په تېرو څه د پاسه ۴۰ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او یوه مېرمن چې ۴۵ کاله عمر یې درلود تېره شپه په هرات کې د کویډا۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر هغې وړاندې هم یو کس په بلخ کې د کورونا له امله ابدي ژوند ته لبیک ویلی ؤ.

کورونا اوس په نړیواله کچه په څه د پاسه ۱۶۷ هېوادونو کې خپور شوی دی چې تر ټولو زیاته قرباني یې له ایټالیا، چین، ایران، هسپانیا او یو شمېر نورو هېوادونو څخه اخیستې ده. چین که څه هم د دغې ویروس سرچینه بلل کېږي، په دغه هېواد کې کورونا قابو کړای شو او په تېرو دوو اونیو کې د ډېرو مثبتو پېښو شاهد نه دی او ویل کېږي چې دوی خپل طبیبان نورو هېوادونو ته د بشري مرستو لپاره استولي دي.

همدا نن د د بریتانیا د شهزاده چارلز ویلز پر کورونا ویروس د اخته کېدو راپورهم  ورکړل شوی دی. د بریتانیا شاهي کورونۍ رسنیو ته ویلي دي چې په نوموړي کې د کورونا نښې نښانې احساسېدلې چې تر معاینې وروسته څرګنده شوه چې چارلز هم په کویډا۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی خو ویل کېږي تر دې مهاله یې روغتیا د ډاډ وړ ده. تر ده وړاندې د فنلنډ هېواد پخوانی ولسمشر هم په کورونا اخته شوی ؤ.

د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې چې د فېسبوک له لارې یې خپره کړې ده د طبي پرسونلو د جذب غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي؛ هغه کسان چې له طبي پوهنځیو څخه فارغ شوي وي، خپل اسناد دې د یاد شوي وزارت لخوا په خپاره شوي فورم کې دوی ته ور واستوي.

په ټول هېواد او په ځانګړې توګه د هرات په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې روغتیا پالان د کورونا ویروس لپاره تیارسۍ ولاړ دي. وړمه ورځ د عامې روغتیا وزیر اندېښنه څرګنده کړه چې که ولس د دوی سپارښتنو ته پاملرنه ونکړي، ښایي تر ۱۶ ملیونه پورې افغانان په دغه ناروغۍ اخته شي چې په دې ډله کې د یو لک او ۱۰ زره افغانانو د وژل کېدو شونتیا هم شته ده.

نن هم د عامې روغتیا وزیر وویل چې په لسګونه مشکوکو پېښو باندې معاینات روان دي او امکان شته چې ځینې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شي. دولت وار له مخې هرات ته د کورونا پر وړاندې مبارزې ته ۴۰۰ ملیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده او له یاد شوي ولایت سربېره په بلخ کې یې هم د کورونا ناروغانو ته د بېړنيو روغتونونو د جوړولو امر وکړی دی.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy