محسن داوړ: اسلام پر مندرونو د برید اجازت نه ورکوي‌

خبریال ویب پاڼه / د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ په په کابل کې د هري رای پر مندر برید په کلکو ټکو غندلی او دا يې یو ترهه ګر عمل بللی دی .

ښاغلی داوړ پر خپل ټویټر لیکي چې : « کابل کې د سیکانو په عبادت ځای د ترهګریز برید غندنه کوم

دغه سیکان  د افغان ملت برخه ده د اسلام سپېڅلی دین د داسې کړنې اجازت چا ته هم نه ورکوي

د خدای (ج) نه په پښتون افغان وطن کې سوله او غمزپلیو کورنیو ته تسلیت غواړو.»‌

د سیکهانو پرعبادت ځای برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې نن سهار نږدې اته بجې وشواو شاوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ .‌

په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون (۲۵) ولسي وګړي شهیدان شوی او (۸) نور ټپیان دي .

د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي.

که څه هم لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویل چې ممکن څلور بریدګر دې حمله کې ښکېل وي، بیا یې وویل، چې دوه بریدګر وژل شوي دي، خو اوس اعلامیه کې را غلي، د یوه وسلوال په وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد.

ددې څخه ښکاري‌ چې افغان حکومت لا هم د برید په تړاو باندي پوره معلومات نه دي خپاره کړي .

که څه هم د برید پړه ظاهرآ داعش ترهه ګري ډلي په غاړه اخیستې خو ډېری افغانان ددغه برید مسئولیت طالبانو ته پر غاړه ورکوي .

د افغانستان د چارو څېړونکی او د پوهنتون استاد نجیب الله آزاد وايي‌ چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عاملین طالبان دي‌او ددغه برید مسئولیت هم باید طالبانو ته په غاړه ورکول شي‌.

ښاغلي آزاد خبریال ډات کام ته وویل : « په افغانستان کې د هر برید او هري ترهه ګرې پېښي مسئولیت دطالبانو او د هغوی د ملاتړي‌هیواد پاکستان په غاړه دي . »

د ډېری نورو مشرانو سره هم مهاله د پي ټي‌ایم مشر محسن داوړ؛ افغان ولسمشر اشرف غني ؛ د ملي‌امنیت شورا مشر حمد الله محب او د هند لمړي ‌وزیر نریندر مودي دغه برید غندلی دی .

پر خواله رسنیو ډېری افغانانو لیکلي‌دي چې دا برید د حقاني‌شبکې له لوري‌شوی او او پړه دي داعش ته په غاړه نه ورکول کېږي‌.

هندوان او سیکان له پېړیو را هیسې افغانستان کې ژوند کوي، له ۷۰ لمریزي لسیزې مخکې نږدې ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ د افغانستان په څو ښارونو کې ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړه له امله یې کډوالي پیل کړه، چې اوس هم روانه ده او اوس تازه د کاناډا له لوري ډېری لږکیو ته د پناه ورکولو وړاندیز شوی .    

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More