The news is by your side.

بېړنی خبر/ میوند کې موټربم پراخ تلفات واړول

خبریال وېبپاڼهپه کندهار کې د د خبریال وېبپاڼې همکار وايي چې تر دم ګړیه ۲۶ ټپیان او ۴ شهیدان د کندهار میرویس روغتون ته راوړل شوي دي.‌

په ټپیانو کې ۱۳ امنیتي ساتونکي او پاتې نور ملکي وګړي دي‌؛ خو په شهیدانو کې دوې ښځې، یو نارینه او یوه ماشومه نجلۍ شامله ده.‌

د پېښي له ځایه لا اوس هم مړي‌او ټپیان د کندهار روغتونونو ته را روان دي چې ښايي شمېر یې تر دې ډېر زیات ووي.‌

پېښه ولاړ ماښام د میوند ولسوالي په بازار کې د ښهرا پر کنډک وشوه او په لمړيسر کې په باروتو بار یو مازدا موټر د شهرا کنډک پر دروازه وچاودل شو او وروسته هلته وسله وال برید هم پیل شو.

د شهرا کنډک دمخ لوری نړېدلی برېښي او شاوخوا دکانونه او دوانۍ هم نړېدلې دي، خلک لا اوس هم تر خاورو لاندي ټپیان او شهیدان را اوباسي.‌

دا د کندهار په روانه وروستۍ جګړه کې تر ټولو درنده چاودنه وه چې د کندهار هرات پر لویه لاره پرته ولسوالي‌ میوند کې وشوه او پراخ تلفات یې واړول .

په کندهار کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي‌ چې تر دم ګړیه د پېښي له ځایه ۲۶ ټپیان او ۴ شهیدان یوازي میرویس روغتون ته را وړل شوي‌او د ښار نورو روغتونونو ته هم د پېښي قربانیان انتقال شوي دي.‌

نور جوزیات وروسته

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.