The news is by your side.

منافق حامد الحق ته د پښتون علما کونسل لیک !

خبریال وېبپاڼه – د مولانا سميع الحق زوی مولانا حامد الحق صاحب په پيښور مدرسه کې چاودني په هکله مولانا حکيم الله صاحب ته د تعزیت کولو نه وروسته , پریس کنفرانس ته خطاب کي کوم بیان ورکړي، د اوریدلو نه بعد ېو مذهبي سوچ او فکر لرونکی پښتون په حيث ماته ډير تکليف راورسيدو
پيغمبر انقلاب ، محسن انسانیت ، خاتم الانبيا ، نبی اخرآلزمان صلي الله علیه وسلا د فرمان مبارک مفهوم ده تاسو کې یو تر هغه مسلمان نه شی کیدلې تر سو چې هغه خپل بل مسلمان ورور لپاره هم هغه څیز خوښ نه کړی کوم چه خپل ځان لپاره خوښوی. یعنی د مسلمانانو شیوه همدا ده چې کوم نقصان ته خپل ځان غوندې له هغه څخه باید بل مسلمان هم وژغوری . کوم نفع او خیر چی ځان لپاره خوښوي هغه د خپل مسلمان ورور لپاره هم خوښ کړی.
حامد الحق صاحب !
موږ له چا سره ذاتي دښمنی نشته ، یا د چي افغانستان کښی طالبانو له موږ څخه کوم څوکۍ یا کوم نشست ګټلی وی چي ورته بد رد ووایو. اصل که حقیقت داسی ده لکه څرنګه چې ته خپل ځان لپاره برطانوی حکومت باقیات یعنی جمهوریت په څیر فرسوده ، زر پرستانو ظالمانه ،سفاکانه ، سرمایه دار نظام خوښوی او پرافغانستان کی د شریعت منځ ته را وستلو لپاره سرګرم یی نو واوره مولانا صاحب !
دا ته د نبی اخرالزمان صلی الله علیه وسلام د وارث کردار نه ادا کوی بلکه’ معذرت سره ، ته د ابن ابئ ابن سلول روحانی، جسمانی، او نظریاتی جانشین په توګه د یو منافق کردار ادا کوی.له دې عمله زموږ پاک مطهر اسلام مقدس دین غلط تصویر کشی کیژی.
مولانا صاحب ، تاسو غواړی چې موجوده حکومت د طالبانو ته تسلیم شی او اقتدار د طالبانو لاس ورشی نو ایا ته د نبی پاک صلی الله علیه وسلم د حدیث مبارک مطابق د مسلمان په حیث همدا خواهش اظهار د پاکستان حکومت او فوج لپاره هم ورکړئ چه دوی هم اقتدار د ټی ټی پی حواله کړی، ځکه د مسلمان نشانی خو همدا ده.
اوس ته مسلمان کیدل غواړي یا بل څه ، خوښه د خپله ده.
تاسو دا دعوه کړی چې امریکه ماتې سره مخامخ شوه او اوس تښتې نو آیا امریکا ماتې وخوړ او له افغانستان څخه ځی؟
داسی موضوعات چیړل نه وی پکار او نا نوی محاذونه رامنځ ته کول پکار دی.
موږ له دی سره کار نسته چه هلته څوک ، له چا سره، پر کوم بنیاد اړېکی لری یا جوړوی او نه پر دا موضوع بحث کول غواړو چې امریکا ماتې ته تسلیم شوه یا طالبانو ماتې وخوړله. موږ یواځې دلته اوسیدونکو مسلمان افغانان او نور اقوام لپاره پر امن او د خپل دین اواقتدار مطابق ژوند تیرولوهیله لرو، څرنګه چې او س هم وی بس دا دهنده باید اخټام ته ورسی او خلګ د خپل دین او اقتدار له ازادۍ څخه خوند واخلی د سولې اوامن څخه ډک ژوند تیر کړئ
له تاسو څخه همدا غوښتنه ده چې د افغانستان داخلي امور کی مداخله کول پریږ د ئ او که ستا لاسوهنې جاري وي وی نو سبا د آفغانستان مفتیان هم فتواوې جاری کول شروع کړی، بیا به د اور سیندونه روان شی، وینو بارانونه به وی، د جهاد مقدس نوم به بدنام شی څرنګه چې اوس شوي، اسلام ته به ښکنځل کیږی خو مخه به یې نشي نیولی.
خپل کار سره کار وساته . تاته د خدای روی وی. اور بند کولی نه شی نوتیل اچول هم پرېږده کنی دنیا او اخرت دواړه جهان که به مخ پټاوی ځای نه وی درته ان شاء الله.
دا امید سره به خپل قلم راغونډ کړم چه تاسو د نبی مهربان محمد صلی الله علیه وسلم حقیقی وارث په څیر او خپل مسلمان پښتنو ورونو لپاره هم یو ‌‌‌‌‌‌ډول فیصله خوښه کړی
ان شاءالله تعالۍ!

پشتون علماء کونسل!

د لیک ژباړه : کوچی سلېمان خېل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.