The news is by your side.

ولسي جرګه: صالح د کابل د امنیت مسؤول ټاکل شوی؛ خو هېڅ لاسته راوړنه نه لري

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې غړو نن د کابل پر امنیتي مسؤولینو نیوکې وکړې، چې ګواکې د امنیت په ساتلو او ټینګښت کې پاتې راغلي.

دوی نن وویل چې د حکومت امنیتي میثاق او ورته پلانونه بې ګټې دي، هېواد کې یې د امنیت ته ټینګښت هېڅ ګټه نه ده رسولې.

د ولسي جرګې غړو دا راز د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لومړي مرستیال امرالله صالح هم نیوکې درلودې چې د څو اوونیو را هیسې یې د کابل د امنیت مسؤولیت پر غاړه اخیستلو سره هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري او امنیتي وضعیت کې هېڅ هدلون بدلون نه دی راغلی.

ولسي جرګې وړمه شنبه ورځ د وروستیو امنیتي پېښو او د امنیت د ارزونې په موخه امنیتي مسؤولین ور غوښتي وو، خو جرګه کې د غړو تر منځ د اختلافاتو له کبله غونډه بې پایلې شوه.

د ولسي جرګې د غړو نیوکې داسې مهال پر امنیتي مسؤولینو لا زیاتېشوي، چې وروستیو اوونیو کې د پلازمېنې کابل او یو شمېر لویو ښارونو امنیت ډاډمن نه دی.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پر کابل پوهنتون برید په ټول هېواد کې پر امنیتي ادارو نیوکې را ولاړې کړې.

خلک امنیتي ادارې او مسؤولین تورنوي چې د لویو ښارونو او اکاډمیکو ځایونو د امنیت په ټینګښت او خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

له هغې وروسته د شنبې پر ورځ د طلوع نیوز د سیاسي خپرو پخواني ویاند او خبریال یما سیاوش پر موټر د چسپکي ماین چاودنې وروسته چې سیاوش، موټر چلوونکی او یو بل تن په کې شهید شو، خلک بیخي له امنیتي مسؤولینو زړه توري شول.

عام افغانان له افغان حکومت غواړي چې یا دې دوحه کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات سم را ونیسي، او یا دې ورسره خبرې ودروي او مذاکراتي پلاوی دې هېواد را وغواړي، دوی وایي جګړه او د سولې خبلې هم مهاله سره نه شي.

د طالبانو که څه هم په وروستیو لویو خونړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي خو خلک او حکومت یې پر طالبانو را اړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance