The news is by your side.

ټرمپ لا هم د ټاکنو پایلې نه مني؛ سپینې ماڼۍ ته ګرځېدلی

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ٢٠٢٠ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې چې د نوموړي سر سخت سبال جو بایډن ترې ویوړې، لا یې هم پایلې نه قبلوي.

ډونالډ ټرمپ په ویرجنیا کې د ګولف لوبې له میدان پرېښودو وروسته بېرته سپینې ماڼۍ ته را ستون شوی.

ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اوجو بایډن د بریا په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره تکراروي، خو لویدیځي رسنۍ راپور ورکوي چې ټرمپ ټاکنو کې د درغلیو هېڅ ثبوت نه لري.

په ورته وخت د امریکا بل پخواني ولسمشر جورج بوش د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ته د بریا تر څنګ ویلي، چې ولسمشرۍ ټاکنې خورا ښې او په صحیح ډول ترسره شوې.

د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس که څه هم د ټرمپ مېرمنې میلانیا ټرمپ لور یې ایوانکا ټرمپ او زوم یې جرد کوشنر له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې او د جو بایډن بریا ومني خو ټرمپ لا هم د درغلیو خبره تکراروي او غواړي چې ملاتړي یې د ټاکنو پایلو پر خلاف پراخ لاریونونه وکړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو پایلې وړمه ورځ رسماً اعلان شوې چې په کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رایو په کالج سیسټم کې په ٢٧٠ رایو مات کړ او د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ یې وګټله.

جو بایډن ته پرون د افغانستان د ولسمشر او سیاسیونو په ګډون د نړۍ د زیات شمېر هېوادونو مشرانو د بریا مبارکي وویله.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې په دې وروستیو کې ډېرې جنجالي شوې وې، لا هم ډونالډ ټرمپ د ټاکنو له پایلو سره مخالفت لري او ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کوي.

ډېریو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وضعیت د افغانستان د هغې په څېر باله چې ولسمشر غني او عبدالله په کې سره په جنجال وو.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړه سر سخت سیالان ول او هر ټاکنیز کمپاین او غونډه کې به یې پر یو بل ملنډې وهلې.

ډونالډ ټرمپ څو څو ځلې پر جو بایډن سختې ملنډې وهلې وې او نوموړی یې د ولسمشرۍ وړ کس نه باله.

ډونالډ ټرمپ له ټاکنو وړاندې ویلي وو، که جو بایډن ترې ټاکنې وګټلې، نو دې ته به خورا د شرم وړ وي، امریکا کې به د ژوند کولو مخ ونه لري او ممکن د امریکا پرېښودلو ته هم اړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.