The news is by your side.

افغان حکومت: د امریکا نوی حکومت دې د سولې په روان بهیر له سره کتنه وکړي

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت د جو بایډن په مشرۍ د امریکا له نوي جوړېدونکي حکومت غواړي چې د سولې پروسې ته دې پام وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وایي، د امریکا نوی حکومت دې افغانستان کې واقعیتونو په پام سره د افغان سولې له خبرو سره مسؤولانه چلند وکړي.

دانش مې نن یې په یوه غونډه کې وینا کولې زیاته کړه، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د شوې هوکړې په اړه افغان حکومت مسؤول نه دی، د جو بایډن په مسرۍ د امریکا نوې رهبري دې د افغان سولې پر روان لهیر له سره کتنه او ارزونه وکړي.

طالبان په دوحه کې له امریکا سره د سولې د لاسلیک شوې هوکړه د مذاکراتو د پیل اساس بولي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوی یې ورسره نه مني او نه هم د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې جزٸیاتو پر وړاندې ځان مسؤول بولي.

سرور دانش یې په اړه وویل چې افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د شوې هوکړې لوری نه دی، نه یې لاسلیک کړې او نه مو یې د حقوقي او قضایي اړخه ورسره هوکړه شوې.

طالبانو هم بیا د امریکا له نوي منتخب ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د دوی او امریکا تر منځ د سولې لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

سرور دانش ویلي، طالبان د امریکا سره د شوې هوکړې مواردو ته ژمن نه دي او هوکړه یې نقض کړې، پروینا یې چېطالبانو تاوتریخوالی نه دی کړی کړی او نه یې هم له ترګهرو ډلو سره اړیکې پرې شوي دي.

خو د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن لا د افغان سولې پر بهیر طالبانو او افغان حکومت ته څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.