The news is by your side.

متفکر د پوهنتون موضوع په سینما ورانولو وژني

خبریال وېبپاڼهد افغانستان د ولسمشري پرڅوکۍ ناست اشرف غني د خپلې څه باندې یوې واکمنې په اوږدو کې په افغانستان کې داسيتاریخي سیاستونه وکړل چې ښايي نه تر دې وړاندي شوي وياو نه هم تر دې وروسته وشي.

د متفکرانه سیاستونو لیست خورا زیات دی؛ خو زه یې دلته پر وروستي‌ سیاست لږ رڼا اچوم.‌

لمړۍ خبره خو داده چې د خدای(ج) دا رحمت (متفکر)‌ چې پر افغانستان نازل شوی دی افغانستان ښه ورځ نه ده لیدلې او لا هم دا هیواد هم داسي‌ د هرې ورځې په تېرېدو سره پر شا روان دی.‌

د ښایسته سالاري په نوم یې د نړۍ له بیلا بیلو برخو چالاکه او ماهر غله راټول کړي د اداري او اخلاقيفساد سره سره یې د افغانستان هره برخه داسي په شرمونو په  وشرموله چې نه تر دې وړاندي‌ د کوم بل واکمن په وخت کې شرمېدلې او نه به په راتلونکو کې وشرمېږي.‌

له کله نه چې خلکو اشرف غني پېژندلی له هم هغې ورځې یې له حکومت نه زړه تور شوی او له بده مرغه د اشرف غني‌او د هغه د خپلسري مرستیال امرالله صالح په برکت خو اوس دافغانانو زړه له نظام نه هم مخ په تورېدو دی او تر ډېره بریده ددې هیواد ځوانان د اوسنينظام کړنو ته په کتو سره نه یوازي‌ دا چې د ولسواک نظام له ملاتړ او دفاع څخه یې لاس اخیستی بلکه د نظام د ننګولو او ړنګولو د غني‌ پالیسي ته حیران پاتې دي. ‌

اشرف غني د خپل واک د غځولو په موخه افغانستان یوه داسي لورته روان کړی دی چې نه یې منزل معلوم دی او نه هم د منفي ګرايي‌ ګراف.‌

په افغانستان کې هره ورځ‌ د ځوانانو د سرونو لؤ روان دی او سلګونه انسانان هره ورځ مري (متفکر) په خپل ټیم سره په داسيماشومانه کړنو بوخت دی چې بدرنګيبه یې له بده مرغه پښتانه ته ورپاتې وي.

د هیواد په بیلا بیلو بخو کې سړکونه په ټکټرو نړول کېږي او والیان وايي‌چې دا کار طالبان کوي، طالبان پټه خوله دي او «پټه خوله اقرار ده.»‌ دلته غنيد طالبانو د

همدغه کار ورته کار ته لاس واچاوه، غواړي‌په کابل کې سینما ړنګه کړي‌او د سینما د ژغورلو لپاره یې بیا د تیاتر څخه ښه روزلې ارټیسټه را ایستلې ده چې نیوز جوړ کړي او پر سړکونو باندي په زوره زوره چیغي وهي .‌

یا دا چې طالبان سړکونه ړنګولای شي نو حکومت خو هم تر طالبانو کم نه دی چې په ښار کې سینما ړنګه کړي، ځکه « د (متفکر) په اند د سینما تاوان به ډېر زیات طالبانو ته ورورسېږي.‌» سړیه کور دې ګډ شه په دا سیاست چې ته یې کوې؛‌که غواړې په دې عمل طالب خوشحاله کړې نه په خوشحالیږي او که غواړې چې په دې ماشومانه سیاست د پوهنتون خبر پټ کړې دا هم نشي‌کېدلای .‌

اشرف غني او د هغه ټیم باید پوی شي‌ چې ټول له بهرنیو هیوادونو ورغلياجنبیان دی، او بېرته به بهر ته ځي، په بهر کې محکمې شته چې د یوه یوه اقدام حساب به ورسره کېږي.‌

د ولسمشري پر ځوکۍ ناست پر افغانستان نازل شوې (متفکر) صیب!
پیغورونه دي پښتنو ته ورپاتېږي او په تاریخ کې به ستاسو له نوم سره هم دافغان یا پښتون ټکی لیکل شوی وي؛ خو زیان دې تر دې ټولو زیات هم دغه ټبرونو ته ور اوړي.‌

د کابل پوهنتون د شهیدانو ویني د سینما د ړنګولو یا پاتېدلو په خبر نه پټیږي دا موضوع باید وڅېړل شي او ستاسو سره باید دا حساب وشي‌چې تر برید یوه شپه وړاندي په پوهنتون کې د امرالله صالح د امنیت تر چتر لاندي امنیتي ځواکونو څه کول؟‌

لیکوالنیک محمدځدراڼ      

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance