The news is by your side.

 د نګورنو قرباغ لانجه ختمه سوه

خبریال ویبپاڼه/ له  تیرو شپږو اونیو سختو جګړو وروسته د اذربایجان او ارمنستان هېوادونو ترمنځ جګړه ختمه او اوربند ترسره سوی چې په ترڅ کې به یې ارمني ځواکونه له یو شمېر سیمو وزي

د امنستان لومړي وزیر پر خپله فېسبوک پاڼه بانه دي د نګورنو قرباغ سیمې د موضوع د حل خبره کړې چې روسیې هېواد هم تاید او منلې ده

نګورونو قرباغ سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان برخه ګڼل کیږي خو چې له ۱۹۹۴ زیږدیز کال راپه دې خوا يې اقلیت ارمنیان اداره کوي تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې اوربند وسو خو سوله رامنځ ته نسوه او نه هم د سولې کوم  تړون ترسره سو چې کله کله په دې منځ کې اوربند ماتیده، په تیر سپټمبر میاست کې د اوربند تړون ترسره سو خو ځلې بیاهم مات سو، اوس باید د جګړې د کراریدو لپاره د سولې تړون وسي ترڅو یوه باوري فضا حاکمه سي

د دې تړون له مخې به امینیا خپلو پوځیان له یو شمېر سیمو څخه باسي او به شا تګ به کوي پرهمدې مهال له دې تړون وروسته د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې له هوکړې وروسته به د دواړو هېوادونو پوله کې ۱۹۶۰ روسي سرتیري ځا پر ځای کیږي ترڅو د راتلوونکي خطرونو مخنیوی وکړي

نوموړي ویلي د تړون سره به د جګړې بندیان پرېښودل کیږي او ټولې اقتصادي او ټرانسپوربي اړیکي به هم رغول کیږي په دې جګړو کې زیات شمېر خلک هم بې ځایه سوي دي او دې هېوادونو هم د خلکو بې ځایه کیدل منلي

په دې جګړه د راپورونو له مخې ویل سوي چې تراوسه پوري په دې جګړو کې سلګونه کسان وژل سوي ژوبل سوي او له کورونو څخه بې ځایه سوي دي تر دې وړاندې دواړو هېوادونو پر جګړه کولو ټنیګار کاوه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.