The news is by your side.

راشد خان: بریتانیا کې بیا له خپلې لوبډلې سره یوځای شو

خبریال ویپاڼه/ د افغان لوبډلې ورو تکړه توپ اچوونکی راشد خان د ۲۰۲۱ زیږدیز کال لپاره یوځل بیا د بریتانیا له سسېکس لوبډلې سره یوځای او د لوبیدو تړون يې ورسره لاسلیک کړ هغه په دې سره خوښي هم ښودلې
راشد خان د نړۍ په کچه د کرکټ په غوره لیګونو کې لوبیدلی او لوبیږي د هند په غوره لیګ ای پي ایل کې د افغان لوبغاړي راشد خان کارنامې د ستاینې وړ دي
۲۲ کلن راشد خان چې شل اوره لوبو کې د نړۍ یو غوره توپ اچوونکی دی، پر ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال هم د سسېکس لوبډلې لپاره لوبېدلی دی.
راشد تراوسه د شل اوره کرکټ برخه کې خورا ځلانده ستوری او کله چې هرې لوبې ډګر ته کښته کیږي نو ځلیږي هم راشد د خپل کرکټي ژوند په ۲۳۷ لوبو کې تراوسه ۳۲۷ ویکټې ترلاسه کړې دي
ټاکلې وه چې راشد سږنیو سیالیو کې هم د سسېکس لپاره ولوبېږي، خو د کارابین او هند غوره لیګ اتلولیو د پیل ځنډ له امله دواړه لوري په دې سیالیو کې پر نه ګډون سلا سول
افغان کرکټر راشد خان تراوسه د هند غوره لیک سیالیو ای پي ایل کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبه کوله په ټولو لوبو کې په ښه ځلیدلو سره راشد سږني ای پی ایل کې هم په ښه نوم یاد سو
تراوسه پوري راشد نه یوازي چې د افغان ملي لوبډلې ملا تړي بلکي په نړیواله کچه او غوره لیګونو کې هم د هغه لوبډلو چې نوموړی ورسره یوځای کیږي پوره تر بریا رسوي
راشد له سسېکس لوبډلې سره تر یوځای کیدلو وروسته ویلي چې خوښ یم یو ځل بیا له خپلې لوبډلې سره یوځای کیږم او د د دې لوبډلې لپاره د بریتانیا غوره لیګ کې لوبیږم
هغه سږ کال هم لومړی بهرنی لوبغالی شو چې ټرېنټ راکټس لوبډله یې د ۲۰۲۱ کال د اتلولیو لپاره ځان سره ساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.