The news is by your side.

طالبان: یو شمېر کړۍ شته چې جګړه غواړي

خبریال ویبپاڼه/ وسلوالو طالبانو د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وروسته بریالي جوبایډن څخه څو غوښتنې کړې او ویلي يې دي چې جګړه غوښتوونکو ته دي متوجې سي

طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له تیرو څو اونیو يې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړی او لا یې هم پر جګړه کولو ټینګار کړی هغوی ویلي خپلو فشارونو ته به له هر لوري دوام ورکوي، خو برعکس پر بایډن يې ږغ کړی چې جګړه غوښتوونکو ته دي متوجې سي، ځکه داسې کړۍ سته چې په افغانستان کې جګړه غواړي

د وسلوالو طالبانو په اعلامیه کې راځي چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هغه د افغانستان د روانې معضلې د حل یوازینۍ لار بولي، ځکه نو یې پر امریکا هم ږغ کړی چې کړې هوکړې ته دي ژمنه پاتي سي

د طالبانو له انده هغه کړۍ چې افغانستان کې جګړه غواړي  ګټې یوازي همدې جګړه کې دي خو د دې موضوع د حل لپاره باید مذاکرات ترسره سي

وسلوالو طالبانو د هلمند کندهار ارزګان په ګډون د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې خپلو وسلوالو بریدونو او بمي چاودنو ته دوام ورکړی هغوی موده وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې جګړې کولو ته دوام ورکوي

تراوسه پوري په دوحه کې د بین لافغاني خبرو د پیل هیڅ څرک نه ښکاري او نه هم له دې ډګره د کوم پرمختګ خبر ورکول سوی څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې  د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره یو  شمېر هېوادونه منځګړیتوب کوي خو هغه مهال طالبانو دا خبره ونه منله تراوسه پوري حکومت او طالبان په مخامخ خبرو کولو نه دي بریالي سوي چې له امله يې لاهم افغانستان کې جګړه روانه ده او نژدې هره ورځ سلګونه افغانان د دې جګړې قرباني کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.