د پارک سینما؛ د کلي او کابل کیسه
خبریال وېب پاڼه/ کابل تل یوه کلتوري جزیره وه. یو خاین پښتون، یو خاین تاجک او خاین بېګ راغلی و، دلته یې تر ځان د عیاشۍ کلاګانې را تاوې کړې وې، ډمې یې ګډولې، پیالې یې اړولې، نور وطن دې ملا، پیر، خان او ملک ته، او په وروستیو لسیزو کې قوماندان، سرګروپ، ټالب او ملېشه ته ور پاتې وای. د کابل په شاوخوا که اور بل و هم، په کابل کې به د سینما موضوع ګرمه وه.
له غني د ټولو تمه وه چې دا نا انډوله تاریخي فاجعه به پای ته ورسوي، د هویت او کلتور موضوع ته به د یوه انټراپولوجیست له نظره جدي وګوري. غني چې راغی، لومړی یې د شهروندۍ د دېوال نمونه وړاندې او دا دېوال یې په شاهي انداز په درباري ګند ولاړه. بیا یې د خپلې له ملي کلتوره نا اشنا مېرمنې دربار د ایراني ښاپېریو او بلبلو بازار کړ. پښتو ژبه یې په سیسټم کې په لوی لاس مغلوبه او غایبه کړه، ورپسې یې یو داسې قشر را وتاپه چې آن له هماغه جزیروي کابلي کلتور ته سره یې هم ستونزه درلوده. پخوا کابلی مامور د کلیوال په ژبه نه پوهېده، د ورلډ بانک منېجر د کمیونیکېشن دا خلا دوه چنده او دوه طبقې کړه او یو داسې میرغضب قشر یې راووست چې او هغه د ولس په ژبه ناپوه مامور بیا د دې بل میرغضب په ژبه نه پوهېزي.
هماغه ده د ملي کلتور جنازه د کابل له ایوانونو د بابه غني پر اوږو بار ووته، ورسره غبرګ، یو ځل بیا په مخ پر وده بڼه، کابل او کلی بېګانه او نیږدې دښمنان شول. نن دا دی په کلي کې هره ورځ د یو چا په مېنه اسمان، ټول له ستورو ډک اسمان را ړنګ وي، د کابل په ارګ کې د سینما تعمیر پر سر ناندرې روانې دي.
دا د یوې سینما د ودانۍ مثال نه دی. کیسه تر دې ډېره لویه ده. نن دې دوه ګونې ذهنیت د ژوند پر هره برخه سایه غوړولې ده. نن د کابل د غني لپاره سوله د فوټبال په سټیډیم کې د نجونو د اتڼ په معنا ده، او د کلي د غني لپاره تر ماښامه د ژوندي پاتې کېدلو په معنا ده.
هغه ورځ ارګ د خپلې ټولې ورځې کاروایۍ په یوه ویډیو کې اچولې وې، شپېته ثانیې ویډیو ټوله له بې فایدې او بې ضرورته ملاقاتونو ډکه وه. ویډیو مې ریټويټ کړه، ورسره مې ولیکل چې عالمه راشئ، د جګړې د هېواد د ولسمشر په دفتر کې سړه او بې درد او رنجه فضاء وګورئ. نه پوهېږم، د ارګ په رسنیز ټیم کې د چا په سترګو کې لا یو دوه څاڅکې حیاء پاتې وه، زما تبصره یې لیدلې او ویډیو یې لرې کړې وه. وروسته خبر شوم چې ویډیو هم د بي بي ګلي یوه نازولي په دوه زره ډالره ورته جوړه کړې وه..
لیکنه: مجید قرار
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.