عبدالله عبدالله د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاشکند ته ولاړ
خبریال وېب پاڼه/ د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې دا ځل نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته پر رسمي سفر ولاړ.
د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري په خپره شوې کې اعلامیه کې د ښاغلي عبدالله د سفر موخه د سولې لپاره د سیمه اییزو هېوادونو د ملاتړ را جلبول ښودل شوي.
عبدالله عبدالله به تاشکند ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له ولسمشر د بهرنیو چارو وزیر، د اسلاکي بورډ له رییس او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وویني.
عبدالله به د ازبکستان له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر، دوحه کې د سولې پر مذاکراتو، د اړتیا په صورت کې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د سیمه اییزې اجماع پر رامنځته کولو او نورو مهمو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وکړي.
سیمه اییزو هېوادونو ته د رسمي سفرونو په لړ کې ازبکستان درېیم هېواد دی چې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله ورته په رسکي سفر ولاړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله تر دې دوه نیمې میاشتې وړاندې لومړی رسمي سفر پاکستان ته درلود، چې د هغه هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر، د سنا مجلس له مشر او یو شمېر نورو چارواکو سره ولیدل او د سولې په مورد یې خبرې او بحثونه وشول چې د پاکستان حکومت د افغان سولې له بهیر پوره ډاډ ورکړ.
پاکستان ته له سفر وروسته عبدالله عبدالله بیا ګاونډي هېواد ایران ته رسمي سفر درلود چې د ملي روغې جوړې عالي شورا یې موخه د افغان سولې لپاره د سیمه هییزو هېوادونو د ملاتړ را جلبول او د سیمه ایزې اجماع پیاوړي کول ښودلي وو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.