The news is by your side.

یاسین ضیا: ټولې ترهګریزې کړنې طالبانو پورې اړه لري

خبریال وېب پاڼه/ د افغان پوځ لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا په هېواد کې وروستیو ترهګریزو پېښو زیاتېدو ته په اشارې وایي، ټولې ترهګریزې کړنې طالبانو پورې اړه لري، که څه هم طالبانو په ترهګریزو بریدونو او پېښو کې لاس لرل ردوي.

جنرال یاسین ضیا وایي، هغه طالبان چې د جګړو په لومړیو کرښو کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې دي، اصلاً په دوحه کې خپل مذاکراتي ټیم په رسمیت نه پېژني.

لوی درستیز یاسین ضیا زیاتوي،چې طالبان سولې ته د ژمنتیا خلاف د ترهګرو ډلو سره پراخې او پیاوړې اړیکي لري او همدا لامل دی چې تاوتریخوالی له یوې ورځې بلې ته ډېریږي.

نوموړي دا راز د افغان ځواکونو نه د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ او مرستې یادوونه هم وکړه، چې په خبره یې، بهرني ځواکونه د اړتیا په صورت کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي او دا همکاري یې د طالبانو سره د دوحې د سولې د هوکړې په مطابق ده.

جنرال ضیا له طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په دوحه د سولې مذاکراتو سره هم مهاله په افغانستان کې د طالبانو جګړه تر پوښتنې لاندې راوړي او دا راز یاده ډله د نورو ترهګرو ډلو سره په اړیکو لرلو تورنوي.

هېواد کې د ترهګریزو بې مسؤولیته پېښو په ډېرېدو سره جنرال ضیا پړه پر طالبانو اچوي چې دا نا معلومې او بې مسؤولیته ترهګریزې پېښې د دوی له لوري ترسره کیږي.

خو طالبانو بیا تر دا مهاله د جنرال ضیا پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې مهال ده چې د افغانستان لوړ پوړي امنیتي چارواکي وایي، چې د سولې پروسې او مذاکراتو د پیلولو د موخې لپاره خوشې شوي زرګونه طالبان بندیان بېرته جګړو ته ګرځېدلي او یو شمېر یې بېرته دوی نیولي هم دي، نو جګړې او تاوتریخوالي ځکه زور اخیستی.

خو طالبانو د افغان حکومت په دې ادعاوو چې بار بار یې تکرار کړې، چې د طالبانو بندیان جګړې ته تللي، څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.