The news is by your side.

ښاغلى امرالله صالح نه د دين شو او نه د دنيا!

خبریال وېب پاڼه/ د کابل ښار په زړه کې دا ويجاړه کنډواله ګورئ؟؟

دا پارک سينما ده چې ښاغلي امرالله صالح ورانه کړه!

په دې هکله يو چا په خپل ټويټ کې ډېره خوږه خبره کړې او ويلې یې دي” هغه سينما چې امارت وساتله، جمهوريت ړنګه کړه“.

او پرته له کوم دليله ېې ړنګه کړه. ‏

خو ځينې بيا دا وايي چې د پارک سينما د ورانولو تر شا يو لوى پټ دليل وو او دليل داوو چې ښاغلي صالح د کابل پوهنتون د شهيدانو نه د ولسي پام اړول غوښتل (ځکه چې د پوهنتون د خونړۍ پېښې د ګرمې پړه هم په صالح او د ملي امنيت دننه د هغه په ملګرو پرېوځي) ولې نن دا هم وويل شول چې د ښاغلي صالح دې هڅې هم څه ډېر خوند ونه کړ او اوس په ښاغلي صالح باندې يواځې د تېرو څو ورځو په لنډه موده کې لوى لګېدلي تورونه د يوه په ځاى دوه شول، هم د پوهنتون د پېغلو او ځوانو شهيدانو د بې ګناه مرګونو د ستر انساني او اسلامي جرم تور او هم نن د پارک سينما د ورانولو د ملي ګرمې دعوه!

خو تر دې ټولو لوبو لا يوه بله شرموونکې لوبه یې هغه ډرامه وه چې د صالح په مشوره د افغان فلم مشرې آغلې سارا کريمي وکړه آغلې کريمي چېغې جوړې کړې چې په ښځينه ځان به د کابل تاريخي پارک سينما وساتي او هېڅ څوک یې ترې ورانولى نه شي او دا څه کوئ دا يې هم وويل چې د پارک سينما تر ورانولو وړاندې به له سينما نه د دې آغلى مړې وځي خو بيا ترې په ژوندوني ووتله او د وتلو تور یې هم په ښاغلي صالح او د هغه په پوليسو پورې کړ چې ګنې پوليسو په زور وېستلى ده نو پوليس خو به هغوى ته د شوي امر سره سم له زوره کار اخلي پوليس او بيا اوسني افغان پوليس خو که په څه پوهيږي نو په زور پوهيږي دا خو د يوروپ پوليس نه دي چې لومړى به درسره خبرې کوي قانع کوي به دې او بيا به دې له سينما نه وباسي خو ځه ښه وشو چې ته آغلې خو په ژوندونې له سينما نه ووتلى، مرګ هسې هم دومره ښه شى نه دى چې داسې په اسانه دې ورته د آغلې سارا کريمي په شان د افغان فلم وتلې څېرې زړه ښه کړي!

ولې که څوک له آغلې سارا نه پوښتنه وکړي؟

چې وه آغلې که ته په ملي وياړونو دومره خپه کېږې نو لوى ملي وياړ خو ملي لويه ژبه پښتو ژبه ده چې اساسي قانون ېې هم لومړنۍ لويه او ملي ژبه ګڼي او وايي چې د دولت له ساده اوامرو واخله د دولت تر ويناو، ابلاغيو، خپرونو او قوانينو پورې به هرڅه لومړى په پښتو کې وي او بيا په دويمه رسمي او ملي ژبه دري کې!

نو آغلې سارا، چرته کوم فلم دې د افغانستان په لويه ملي ژبه پښتو کې جوړ کړى دی او د دې لوى وياړ ډېر وړوکى پور دې هم چرته پرې کړى؟ که نه يواځې په پارک سينما پورې نښتې وې؟

په زرګونو ارمانونه مې پوره شول
په زرګونو ارمانونه مې پراته دي
‏نو خبره مو دا کوله چې په دې حساب د ښاغلي صالح دواړه هڅې بې ګټى شوې او ښاغلى صالح (دا چې نن سبا ورته ډاکټر اشرف غني د افغان ولس دين او دنيا دواړه ورسپارلي دي) له بده مرغه نه د دين شو او نه د دنيا!

نېک محمد ځدراڼ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.