نړۍ کې  د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ له کرونا وبا د هرې شېبې پرمختګ او خونړۍ کیدلو راپورونه ورکول کیږي او تر دې دمه یو شمېر هېوادونو د دې ناروغۍ د دویمې  څپې د راتګ لپاره پوره چمتوالی نیولی

له ټولې نړۍ څخه راټول سوي مالومات ښيي چې په کرونا څه کم ۵۲ میلیونه انسانان اخته سوي چې هره شېبه دا شمېره د لوړیدلو په حال کې ده اویو شمېر هېوادونه يې په زیاته اندېښنه کې اچولي وو.

د دې کسانو له جملې څخه کرونا ناروغي تراوسه د ۱۲ لکه ۷۹ زره په شاوخوا کې انسانان وژلي او تر ۳۶ میلیونه زیات انسانان بیرته له کرونا ناروغي څخه روغ سوي هم دي

یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي چې د قرنطین په بیاځلي رامنځ ته کیدلو غواړي  د کرونا د دویمې څپې د راتګ سره مبارزه وکړي خو  داسې بریښي چې دا مبارزه خورا کمزوري ده او داسې انګیرل کیږي چې په نژدې راتلوونکي به دا ناروغي په نړۍ کې زیات انسانان مړه کړي

د نړۍ په کچه امریکا، هند او په ترتیب برازیل هغه هېوادونه دي چې د کرونا ډیري پیښي پکښي ثبت سوې دي د راپورونو له مخې امریکا کې هره شېبه د کرونا ناروغي  څخه لسګونه کسان وژل کیږي او سلګونه پرې مبتلا کیږي د امریکا د روغتیا پالانو د شمېرو له مخې څه باندې لس نیم میلیونه امریکایان په کرونا ناروغي باندې اخته سوي چې له جملې څخه يې ۲۴۵ زره کسان مړه سوي او نژدې شپږ نیم  میلیونه بیرته ترې رغیدلي

امریکا ډیر کوښښ وکړ ترڅو د کرونا په وړاندې مبارزه وکړي او واکسین جوړ کړي خو تراوسه دا هېواد نه دی توانیدلی چې یا خپله مبارزه بریالي کړي او یاهم د دې ناروغۍ لپاره واکسین جوړ کړي

امریکان د نورو کړکیچونو سره سره د کرونا سره هم په ویره کې ژوند کوي

له امریکا وروسته هند هغه هېواد دی چې د کرونا ډیري پیښي لري په دې هېواد کې

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More