جاهد: فراه کې د القاعده وژل سوی غړی خطرناکه وو

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان کې لاهم د القاعده شبکې مشهور، او لوړ پوړي مشران شتون لري ځکه موده وړاندې هم د افغانستان د  ملي امنیت ادارې د القاعده د یوه مشر د وژلو خبر ورکړی وو او تیره ورځ يې یو فراه کې وژل سوی

پر همدې مهال د فراه ولایت والي تاج محمد جاهد د القاعده دا مشر خورا خطرناکه بللی او ویلي يې دي چې دا کس د القاعده شبکې له مهمو مشرانو څخه وو.

د فراه والي وايي چې د محمد حنیف قعالیتونه یوازي په فراه ولایت پوري محدود نه وو بلکي په لویدځ او سویل زونونو کې يې فعالیتونه درلودل د هغه په وینا چې دې کس د ځانمرګو لپاره واکسټونه د سړک غاړې ماینونه او موټر بمونه جوړولو کې فعاله برخه درلوده او همدا شان يې لیرزي او دوربین داره ولې هم جوړولای سوای

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ وویل چې محمد حنیف د فراه په بکوا ولسوالي کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شو.

موده وړاندې د افغانستان په غزني ولایت کې هم د ابومحسن المصري په نوم د القاعده شبکې دویم نمبر مشر ووژل سو چې هغه مهال يېیو لړ غبرګونونه را وپارول او بر طالبانو شک پیدا سو چې ښايي اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکي ولري

هغه مهال د افغانستان د کورنیو  چارو  سرپرست معسود اندرابي هم ویلي وو چې د دې کس له وژلو ښکاري چې طالبان لاهم افغانستان کې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکی لري خو طالبانو ویلي چې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکي نلري

د امریکا سره د طالبانو د هوکې له مخې طالبان باید د افغان سولې راوستلوپه برخه کې له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کړي او د دې ډلو په وړاندې ودریږي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More