The news is by your side.

بایډن د ټرمپ نه منلو په تړاو غبرګون ښودلی

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن له بریالي کیدلو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه هم بایډن ته مبارکي ویلې او نه  یې هم د دې ټاکنو پایلې منلې دي

ټرمپ ویلي پایلې نه مني او له کوم سند پرته یې جوبایډن او د هغه ملاتړي په ټاکنو کې په تقلب کولو تورن کړي دي ټرمپ اوس هم ویلي چې خپلې بریا ته انتظار باسي هغه پر ټویټر باندې خپله غوسه او غبرګون ښودلی

د ټرمپ له دې کرداره وروسته د امریکا ولسمشري ته  بریالي نوماند جو بایډن ویلي چې د ټرمپ له لوري د ماتي نه منل شرموونکی دی، هغه ډاډ ورکړی چې د واک تر لاسه کولو لپاره هیڅ هم د هغه مخنیوی نسي کولای.

بایډن ویلي “ما په اند دا شرموونکې ده، پوره بربڼډ شرم. هغه څه چې زه یې ویلی شم هغه دا دي چې دا به د ولسمشر رواتوب یا مشروعیت سره مرسته ونه کړي”

تراوسه پوري د امریکايي رسنیو د اټکل له مخې جوبایډن بریالی اعلان سوی او توانیدلی چې ۲۷۹ کالجه رايي وګټي او مقابل کې ډونالډ ټرمپ توانیدلی چې ۲۱۴ رايې خپلې کړي

اوس هم د رایو شمېرنه ایالت پر ایالت پیل ده او تمه ده چې د ډیسمبر پر ۱۴ دا پایلي رسمي اعلان سي خو تراوسه داسې سوي کله چې د رسنیو اټکل سوی هغه کس تر ډیره امکان لري چې بریالی سي

د ډونالډ ټرمپ د نه منلو په تړاو عامو افغانانو هغه ته بیلابیل اندونه لیکلي او ویلي يې دي چې له پایللو وروسته نه منل هیڅ په درد نه خوري لومړی به دي خواري کښلې وای ډونالډ ټرمپ لاهم په دې عقیده دی چې دی به بریالی کیږي او د امریکا راتلوونکی ولسمشر به وي خو د رایو تفاوت ته په کتلو سره جوبایډن تر ټرمپ ډیر وړاندې دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.